شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېپه غني پسې نه، په جګړه پسې مو را اخيستې ده| عبدالوحيد...

په غني پسې نه، په جګړه پسې مو را اخيستې ده| عبدالوحيد وحيد 

ځينې دوستانو ګيله کوله، وايي يوازې په غني پسې مو را اخيستې ده. 

مال، يوه خبره خو دا ده چې يوازې په غني پسې مو نه ده را اخيستې، بلکې د جګړو د دواړو خواوو نيمګړتياوې ور په ګوته کوو. بله خبره دا ده چې په شخص پسې نه، په جګړه پسې مو را اخيستې ده، په فساد پسې مو را اخيستې ده، په لارو او کوڅو کې غلاوو، هدفي وژنو او نا امنۍ پسې مو را اخيستې ده، د سولې په وړاندې په خنډونو جوړولو پسې مو را اخيستې ده، د چارواکو له خوا په ديني او ملي ارزښتونو باندې ملنډو پسې مو را اخيستې ده او د ځينو چارواکو تر سرپرستي لاندي اخلاقي انحرافاتو پسې مو را اخيستې ده. 

که به عقده پالم او يا به له غني سره د امتیازاتو ترلاسه کولو په سر اختلاف لرم، هغه د چا خبره وچ ولخه دې شم، خو له واک سره د غني ليونۍ مينه، د ديني او کلتوري اړخونو په برخه کې د نوموړي د لاپروایي او له ارګ نيولې 

تر ولاياتو پورې د نوموړي لخوا د ګومارنو په تړاو د غلطو معيارونو کارولو له امله د وړاندوينې وړ خطرناکې پايلې مونږ هم د تباهي کندې ته غورځوي. د غني ځينې کړنې مو وار خطا کړي نو غږ مو لوړ شي.

 ستونزه داهم ده چې افغانان په سياسي مشرانو باور نه لري. کله هم چې د مشرانو سر او يا هم مال ته ګواښ پېښېږي، نو هغوى خپل ولس او هيواد پريږدي او د تيښتې لاره نيسي. ولسمشر غني به هم بل هېواد ته لاړ شي، خو موږ نه غواړو بيا خپل ټاټوبی پريږدو. 

 د پراخ مالي، اخلاقي او اداري فساد له شتون سره سره په اوسني حکومت کې د پاکو او سپيڅلو خلکو د کار کولو پلوي کوو. که په اداراتو کې ځينو پاکو اشخاصو شتون نه درلوداى، يقيناً به مو حال له اوس څخه بدتر او شته ناخوالې به مو لا نورې هم زياتې وي. 

د تيرو دوو لسیزو په دوران کې مې نه ماموریت کړئ ده، نه ورته تمه لرم او نه يې هم شوقي يم. خو د دبد او بدتر ترمنځ مې د بدتر د مخنیوي لپاره طوعاً و کرهاً له بد څخه حمايت کړئ ده او ورباندې پښيمانه هم نه يم. البته د 

ديموکراسي پرمختګونو او لاسته راوړنو په نوم د تيرو دوو لسیزو په دوران کې  د ګمارنو  په معيارونو باندي ډير زيات انتقادونه او ملاحظات لرم. که لږ نور هم دقيق شم نو په دندو باندې د ګمارلو په تړاو د ستونځو سرچينه ارګ ګڼم. ارګ او په ارګ کې مرموزې کړئ د ښځو، ځوانانو، ژبو او قومونو د حقونو د خونديتوب په نوم تبعیض کوي او تعصباتو ته لمن وهي. 

 مونږ د قوم ژبې سمت جنس نسل او هر ډول تبعیض په وړاندې مبارزه د هر افغان دنده ګڼو. د ځوان او بوډا، ښځې او نارینه په نوم ويش هم تبعیض ګڼو او ردوو يې. د سولې په موخه افغانان انعطاف زغم او د يو بل منلو ته رابولو. د نظام ړنګون او نسکوريدل زمونږ ستونځه نشي هوارولاى بلکې ستونځې مو نورې هم زياتوي، خو په څرګندو ټکو کې وايو چې اوسنى حالت خورا سترو او ژورو بدلونونو ته اړتیا لري. اوبه له ورخه تيريږي او وخت مو له لاسه وزي. له ژورو او پيچلو مسائلو سره سرسري، احساساتي چلن او تشي خبرې مو د کعبې پرځاى ترکستان ته رسوي.

که مونږ د ښځو ځوانانو قومونو او سمتونو د حقونو د 

خونديتوب پر ځاى د عام افغان د حقونو د خونديتوب لپاره مبارزه وکړو، نو تولنه به مو د جنس، سمت، ژبې او قشر په نومونو له ويشلو څخه خوندي ساتلې وي. د ښځو او ځوانانو په شمول د هرچا حقونه به هم ورکړل شوي وي. 

زمونو د اساسي قانون له مخې ټول افغانان سره برابر دي. که د حقونو د برابري اصل ته ژمنتیا اړينه ده، نو د هر ډول امتیازاتو په ويش کې زمونږ د ټولنيز جوړښت ټول اړخونه او رنګونه په نظر کې نیول او د انډول ساتل زمونږ د اساسي قانون او نړيوالو بشري قوانینو په رڼا کې عدالت او زمونږ مکلفیت ده، خو د ښځې ، ځوان، قوم ژبې سمت او ولايت په نوم ځانګړې امتیازات ورکول له عدالت او ټولو معاصرو قوانینو سره اړخ نه لګوي. 

د افغانستان اساسي قانون چې ولسمشر  ورباندي د عمل کولو لوړه کړي ده په دوه ويشتمه ماده کې داسې راغلي دي؛ 

“د افغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعیض او امتیاز منع دى. د افغانستان اتباع ښځې او نارینه د قانون په وړاندې مساوي حقوق او وجائب لري”

زما په اند ښځو ته د حقونو ورکولو په تړاو د اوسني حکومت کړنې ننداره ییز اړخ او معکوسې پايلې لري. په اداراتو کې د لوړ پوړو چارواکو د اخلاقي فساد له رسوايي وروسته ډيرى افغانان  خپلو لوڼو او ميرمنو ته اجازه نه ورکوي چې په غيرمصئون دفتر کې کار وکړي. ښه به داوي چې ولسمشر غني په لوړو پوستونو باندې په غيرقانوني توګه او د جنسي تبعیض پربنسټ د ښځو د ګمارلو څخه وړاندې هغوى ته خوندي او مصئون کاري چاپيريال برابر کړئ واى. 

ولمسشر ته مو مشوره داده چې که  واقعاً ښځو ته حق ورکول غواړي نو د محراب او منبر له ټريبيون څخه يې پيل کړه. تر هرڅه وړاندي ښځې په اقتصادي برخه پياوړي کړه.  ښځې ته له کورنئ څخه د ميراث شرعي حق واخله.  په بدل، بدو او په زور د ښځو د واده مخنیوى د ښځو د چارو وزارت له ادرس څخه نه، بلکې د محراب او منبر له ادرس څخه يې مخه ونيسه. ستا د ښځو چارو وزارت تر چاراسيا پلچرخي او کمپنئ څخه ورهاخوا هيڅ واک نلري د ميراث او نورو ناروا دودونو په مخنیوي کې ديني عالم له اقينې ترګلام خانه له بولدک تر تورخم پورې په هر کلي 

او بانډه کې د شرعي حکم په توګه د ښځو د حقونو د خونديتوب خبره کولاى شي. اسلامي شعائرو او کلتوري دودونو سره په خورا احتياط چلن وکړئ داسې نه چې بيا يې د مديريت وړتیا ونلرئ. 

پورتني اصل ته په کتو د افغانانو ترمنځ تبعیض او توپيري  که په هرنوم او تر هر عنوان لاندې وي قانوناً ممنوع ده. 

په ولسي جرګه کې ښځو ته د ديرش سلنې ځانګړي امتیاز حق ورکول زمونږ له اساسي قانون او د بشري حقونو په تړاو له ټولو نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې قرار لري. خپله ولسمشر صريحاً قانون ماتوي. په خپله چيغې وهي چې هيڅ افغان له بل څخه لوړ نه ده، خو څوک هم ورڅخه پوښتنه نه کوي چې يو څو ښاري ښځو ته ولې په ولسي جرګه کې ديرش سلنه فوق العاده امتیاز ورکوي؟ 

همدغه شان په لوړو دولتي پوستونو کې د ګمارلو په برخه کې د توازن ساتلو لپاره جنس نسل ژبې او قوم ته هغه مهال ته امتیاز ورکول کېږي چې د سپيڅلتيا او له هيواد سره د مينې شاليد، تحصيلي او تجربوي وړتیاوې يې له مقابل لوري سره برابرې وي. د جنس او يا هم نسل 

ترعنوان لاندې ګمارنه قانوناً ممنوعیت لري. حال دا چې مونږ د موجوده حکومت لخوا هره ورځ دغه ډول قانون ماتولو شاهدان يو. ډيرى ګمارنې د افغانانو ترمنځ د  تبعیض د جنس او نسل تر عنوان لاندې کيږي او د تبعیض په کتګوري کې راځي. تعصبات را پاروي او ټولنه سره ويشي. 

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان 

9 COMMENTS

  1. جناب وحید، عقده و خشم شما بالای اشرف غنی بدون شک انگیزه شخصی دارد، نه آنقدر جامع الکمالات هستید که داروی حل مشکل افغانستان در جیب شما باشد و نه آنقدر بصیرت سیاسی دارید که در مورد تمام ابعاد قضیه افغانستان نظربدهید. بدون شک حکومت غنی مشکلات فراوانی دارد و باید اصلاح گردد، اما حل مشکلات با بیرون انداختن غنی از قدرت امکان پذیرنیست. همه باید بدانند که مشکل طالب و یا جنگ طالب با غنی نیست ، جنگ طالب بانظام است چون نظام انتخابی برای طالب اصلا قابل پذیرش نیست.

    • جناب خليل
      زه د ولسمشر غني د کمپائن د سياسي کميټې غړئ يم. ړوند مقلد نه يم. اوس هم د ډيرو په پرتله غني نسبتاً ښه ګڼم. نه مې دنده غوښتې ده نه يې کله په دنده ګمارلئ يم او نه هم ورته تمه لرم. که د قوم ژبې او ولایت خبره وى نو د لوګر احمدزى يم. ډير ارام او خوشحاله ژوند لرم. د شخصي انګيزې هيڅ ستونځه ورسره نه لرم. البته له دوهم ځل ولسمشرئ لوړې کولو وروسته نوموړي د سمون او بدلون په موخه هيڅ ونکړل. ټولې ژمنې يې هيرې کړى.

  2. یو څوک په غنی پسی په بدویلو باندی له افغانیت نه وزی او نه په طالبانوی پسی. مهمه دا ده چه د جنګ دوه طرفه دوی دی او د دواړو طرفو واقعی بد باید وویل سی. زه نه پوهیږم چه د غنی په طرفداری به ولی یو افغان خپله وطنی مینه ثابتوی. که د دولت کسان وژل کیږی او د طالبانو دواړه افغان طرفونه دی. که د طالب په لاس بیګناه وژل کیږی او یا د دولت، دواړه د زړخوږی خبری دی. زما په نظر دواړه باید خپلو بدی ته متوجه کړای سی.

    • يقيناً همداسې ده جناب ثابت صاحب محترمه
      د تورونو له خوف څخه په داسې موضوع ليکنه نه کوم چې دواړو خواوو باندي مثبت او تعمیري نقد نشم کولاى.

  3. دوستانو له تبصرو او د خليل ورور له نيوکې څخه هم مننه.
    زه به کله هم د دې دعوه ونکړم چې جامع الکمالات يم او نه به هم ووايم چې د هيواد د ټولو ستونځو حل له ما سره ده. کاش چې همداسې واى. دا چې زه ليکم زما شخصي نظر ده. کيداى شي په عيني واقعيتونو نه وي ولاړ خو لوستونکو ته خو يو ذهنیت ورکوي. پريکړه لوستونکي بايد وکړي چې څنګه مشکل حل کيداى شي.
    ډير واضح وايم چې زه د غني نفى او حذف قطعاً د ستونځې حل نه بلکې د ستونځې د پراختیا لامل ګڼم.
    زه يوازې هغه مهال د مجبوریت په عالم کې د غني د مستعفي کيدو پلوي کوم چې د طالبان د موقت حکومت جوړل د سولې شرط وګڼى، دواړه مذاکراتي ټيمونه ورباندي هوکړه وکړي او نړيواله ټولنه يې بشپړ ملاتړ وکړي. که داسې نه وى نو د له نه حکومت څخه فاسد حکومت هم ښه ده.

  4. د محترم وحید صیب پورته لیکنه معقوله ښکاری.
    بله دا چی موږ دوې رسمی ژبی کاروو ( پښتو او دری ) دواړی خوږې ژبی دی او ویونکی ئې هم اکثراً خواږه خلګ دی . دا به ښکلی او منلی کار وی که یو ګران لوستونکی یو مضمون په هره ژبه ولولی نو تبصره هم باید په همهغه ژبه ولیکی ځکه دا احتمال وجود لری چی د نه درک او سوء تفاهم مسئله را منځته سی.
    بله خبره چی د وروستیو څو هفتو په اوږدو کی می په ذهن کی ګرځی او را ګرځی دا ده چی:
    د مصطفی عمرزی پنوم یو ګُلالی او مستعد ځوان د څو میاشتو را پدیخوا د ډیجیټالی سماوارونو پر تخت نه ښکاری چی هیله ده جوړ او روغ اوسی او د قلم د څوکی د نه فعالیت وجه ئې ځوروونکې وجه نه وی.

  5. زه خو فکر کوم چې دلال طالب د پاکستان په خوله جنګ ته زور ورکړی چې په نهایت کې ووایې چې سوله کوو، خو اشرف غني دی پکې نه وي. او د طالب پلار هم ددې ضمانت نشې ورکولای چې که ښاغلی غني له حکومته لري شي نو دوی به سوله کوي. ځکه چې طالب يوازې او يوازې دلال او د پاکستان وسيله ده. دوی له تېرو درې ځلور کلونو را پدېخوا ښاغلي اشرف غني پسې اخیستې. نه یوازې پاکستان بلکه ایران هم غوړي چې اشرف غني لرې شي او ددې یوازینې مشکل له ښاغلې ولسمشر سره داوبو د محار ستراتیژي ده. ایران او پاکستان د تخمیني معلوماتو له مخې هر کال له افغانستانه د ۱۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت مفت اوبه تر لاسه کوي او ولسمشر غواړي دا اوبه مهار کړي. دوی به له هرې وسیلې کار واخلي چې د خپلو ګوډاکيانو په وسیله یا ولسمشر بد نامه کړي او يا يې له حکومته وغورځوي او یا داسې حالت رامنځته کړي چې هغه ونشې کولی خپل بنسټیز پلانونو لکه د اوبو محارول تطبیق کړي. ژوندی دې وې اشرف غني.

  6. سلام

    زموږټو لنه کې نن سبا دغلام حضرورت ورور په خبره دیجیتال سماوار او پکه پمنه دیموکراسی کې ښه ده چې را نه غله درې ډوله وګړی را څرګندیږی : کیڼ لاری ، سملاری او منخ لاری او بله ډله ده لکه ځینې فسبوکیان هرڅه چې خولې ته ورځی هغه لیکی .سیل بین خو د څلوېښتو سرپرستانو عقل لری .
    دا مستعار نومی تبصره کونکو ته دې لوی الله ج هدایت وکړی له عدم نه هم اخوا ډبرې ولی .کوم مطلب چې ما د ښاغلی وحید په لیکنو کې لیدلی هغه سره دولس طرحه او خواخوږی دیره ده او به زغرده یې وایی داښه کار دی ښه ته باید سړی ښه ووایی او بد ته بد . خو بې ځایه ګیله ،ټاپه وهل ، اهانت ، هسې له مطبو عاتی اخلاق لیرې ګونګسی او کرکه دپوهې فرهنګ نه دی . تبصره کونکی باید دتبصرې مثیت اړخ په نظر کې وساتی او په نیوکه کې یې وڅیړی داد هرچا په ګته ده! ۳۵ ملیونه ولس یوازې غنی او طالب نه دی

  7. دوستانو! له پيرزوونو او نيوکو څخه مو نړئ مننه.
    کيداى شي سهوه شم. خو له رب الجليل او تاسو سره تعهد کوم چې د خپل ولس او هېواد د ګټو لپاره که مې د ژوند په ختمولو هم تماميږي مبارزه کوم. انسان يم اړتیاوې لرم. که د ژوند د اړتیاو لپاره مزدوري وکړم خو کله به هم په خپل ايمان او وجدان معامله او سودا نه کوم.
    که سهوه شوئ وم له خداى څخه عفوه او له ملت څخه بخښنه غواړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پارک/ اجمل پسرلی

نظم، قیس هاشمي