چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت تخارکې د تېرې شپې د ملکي مرګ ژوبلې ادعا په...

دفاع وزارت تخارکې د تېرې شپې د ملکي مرګ ژوبلې ادعا په اړه پلاوی ټاکلی

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۱) دفاع وزارت وایي تېره شپه یې په یوه هوایي برید کې د تخار ولایت په هزاره قرلق سیمه کې ۱۲ طالبان وژلي دي.

یاد وزارت همدا راز ویلي چې په دغه برید کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د ادعا په تړاو یې یو پلاوی ټاکلی دی.

بل لورته پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یاد ولایت کې  پر یوې مدرسې هوایي برید په کلکو ټکو غندلی دی.

کرزي له افغان حکومت څخه غوښتي چې د ملکي وګړو پر وړاندې له نظامي عملیاتو په کلکه ډډه وکړي او په هېواد کې د پردیو د ګټو لپاره د روانې جګړې د پایته رسېدو او دغه راز تلپاتې سولې لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

تخارکې پر یوه جومات د هوایي بمبار له امله  ۱۲ تنه  وژل شوي

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۱) په تخار ولایت کې  افغان امنیتي ځواکونو پر یو جومات بمبار کړی.

ځايي سرچینې وایي په دې پېښه کې چې تېره شپه شوې د ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د تخار چارواکي هم مني چې، د دغه ولایت د مرکز تالقان اړوند سیمه کې په تېروتنه په یو جومات بمبار شوی،او له امله یې ۱۲ کسان وژل شوي، چې ډېری يې ماشومان دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري وایي په دې پېښه کې ۱۴ کسان ټپیان شوي هم دي.

دا هوایي بمبار داسې مهال کېږي چې تېره شپه یاد ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوي.

تېره ورځ د تخار عامې روغتیا رئيس سید عبدالله قیوم حیرت ویلي وو چې له یادو نښتو ورته ۳۷ جسدونه او اته ټپیان ور وړل شوي دي.

https://taand.net/%d8%aa%d8%ae%d8%a7%d8%b1%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%aa%db%90%d8%b1%db%90-%d8%b4%d9%be%db%90-%d9%84%d9%87-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d9%86%d9%87-%db%b3/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب