دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد استرازینیکا د کووېډ-۱۹ واکسین د ازمېښتي دورې یو برازیلی رضاکار ومړ،...

د استرازینیکا د کووېډ-۱۹ واکسین د ازمېښتي دورې یو برازیلی رضاکار ومړ، دوره به روانه وي

تاند (برازیل) – د برازیل د روغتیایي چارو یوه مقام بېګا چارشنبه /د میزان ۳۰مه/ وویل چې د استرازینیکا کمپنۍ او اکسفورډ‌ پوهنتون له خوا د کووېډ-۱۹ پر ضد د جوړ شوي واکسین د ازمېښتي دورې یو رضاکار مړ شوی دی.‌

مقاماتو ویلي چې له دې سره سره به هم د استرازینیکا او اکسفورډ پوهنتون له خوا د جوړ شوي واکسین ازمېښتي بهیر پر مخ روان وي.‌

اکسفورډ پوهنتون په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې دغه امتحاني‌ بهیر به روان وي، او ویې ویل چې له محتاطانه ارزونې څخه وروسته یې داسې موندلي چې «د کلینیکي ازمېښت د خوندیتوب په هکله هېڅ اندېښنې نشته.»

له موضوع څخه خبرې یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې که مړ شوي رضاکار ته کووېډ-۱۹ واکسین تطبیق شوی وای، دغه ازمېښت به ځنډېدلی وای، او زیاته یې کړه چې مړ شوي کس ته د منینجایټس واکسین تطبیق شوی وو.

په برازیل کې د سي اېن اېن څانګې راپور ورکړ چې رضاکار ۲۸ کاله عمر درلود چې د برازیل په ساحلي سیمه ریو دي جانیرو کې یې ژوند کاوه او د کووېډ-۱۹ وایرس د اختلالاتو له امله یې ساه ورکړه.

د روغتیایي برخې مسؤلې انویسا د شخص په هکله نور جزیات ورنه کړل او ویې ویل چې دا کار په ازموینه کې د ښکېل شخص د طبي محرمیت له امله نه کوي.

استرازینیکا؛‌ د درمل جوړونې برتانوۍ – سوېډنۍ کمپني ده، سمدلاسه په دې هکله له څه ویلو ډډه وکړه.

اکسفورډ پوهنتون او استرازینیکا د کووېډ-‍۱۹ د واکسین درېیمه کلینیکي ازمېښتي دوره د ساو پاولو د فدرالي پوهنتون په مرسته په برازیل کې ترسره کوي.

تر اوسه پورې،‌ د ۱۰ زرو رضاکارانو له جملې څخه ۸ زرو رضاکارانو ته چې په ازمېښتي دوره کې نیول شوي دي د برازیل په شپږو ښارونو کې لومړی دوز واکسین ورکول شوی دی، او ډېرو یې دویم دوز هم اخیستی دی.

ویل کیږي چې د دې خبر په خپرېدلو سره د استرازینیکا ونډې ۱.۸٪ راولوېدلې.‌

برازیل په نړۍ کې د کووېډ- ۱۹ کورونا وایرس دویم تر ټولو غټ قرباني دی چې له ۱۵۴ زرو څخه ډېر کسان یې په کې تلف شوي او له ۵ میلیونو څخه ډېر نور یې په وایرس ککړ شوي دي. دغه هېواد پلان لري چې برتانوي واکسین وپېري او په برازیل کې یې تولید کړي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب