یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهنا پېژانده کسانو هرات ته د ایران د وارداتي برېښنا یوه پایه...

نا پېژانده کسانو هرات ته د ایران د وارداتي برېښنا یوه پایه غورځولې

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۱) د هرات ولایت د برېښنا ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه د غوریان ولسوالۍ کلاته غازي سیمه کې ناپېژانده کسانو د برېښنا يوه پایه له منځه وړې ده.

خبرپاڼه کاږي، چې د همدې پایې د تخریب له امله د هرات پنځوس سلنه وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

چارواکي وایي هڅه کوي چې له امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ سیمې ته د برېښنا ریاست د کارکوونکو یوه ډله ولېږي او ویجاړه شوې پایه بیرته له سره ورغوي.

ځايي خلک هم د برېښنا له نشت نه شکایت لري او وایي ډېر کله د دوی برېښنا د نامعلوم دلیل له امله پرې کېږي.

د هرات اوسېدونکی شېرعلي تاند ته وویل، که حکومت د امنیت غمه ونه کړي او پر هغه لاره چې پایې راتېرې شوي امنیتي پوستې ځای پرځای نه کړي ښايي بیا ورته ستونزه رامنځته شي.

د یادونې ده چې د افغانستان په ډیری ولایتونو کې ورته ستونزې موجودې دي او وخت ناوخته وسله وال کسان د برېښنا پایې د نا معلوم دلیل له امله تخریبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب