دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد ناټو د دفاع وزیران؛ نن بروکسل کې د افغانستان په اړه...

د ناټو د دفاع وزیران؛ نن بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه کوي

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۱) راپورونه وایي ټاکل شوې چې د ناټو د دفاع وزیران نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر مسایلو خبرې وکړي.

تر دې وړاندې په ناټو کې د امریکا سفیرې ویلي وو چې د ناټو د دفاع وزیرانو په افغانستان کې پر روان وضعیت او د سرتېرو پر حضور خبرې کړې دي.

د نوموړې په خبره په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان دوی ته د سرتېرو د وتلو په اړه معلومات ورکړي دي.

د ناټو د دفاع وزیران به نن له افغان ځواکونو پر ملاتړ او نورو مسایلو بحث وکړي.

تر دې وړاندې د ناټو سرمنشي ویلي وو چې تر ۲۰۲۴ز کال پورې به له افغان ځواکونو د ناټو ملاتړ دوام کوي.

https://taand.net/%d8%b3%d8%aa%d9%88%d9%84%d8%aa%d9%86%d8%a8%d8%b1%da%ab-%d9%86%d8%a7%d9%bc%d9%88-%d8%aa%d8%b1-%d9%87%d8%ba%d9%88-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%87-%d9%86%d9%87/

4 COMMENTS

  1. ناتو دې له دې وروسته په افغانستان نه بلکه په پاکستان خبرې وکړي. هغه هېواد چې د سلهاوو تروريستي شبکو پټنځای دی. ددوی تر ۳۵۰۰ زیاد عسکر د پاکستان په مستقم هدایت د دلالو طالبان په لاس وژل شوي او دا اوس هم هر څه چې په افغانستان کې روان دي د پاکستان د حکومت په مستقیمه لارښوونه ترسره کېږي. او ټوله نړۍ په دې پوهېږي. تر هغه چې د پاکستان استخباراتې او نظامی مشران په خوله ونه وهل شي دا حال او افغان نسل وژنه به روانه وي او د ناټو ټول مصارف به بې ځایه او بې موجبه وي. که ناتو رښتیا هم څه کول غواړي نو دوی دې له پاکستان سره خبرې وکړي. دا جلسې په دې دېرشو کلونو کې ډېرې دایرې شوی او هيڅ نتیجه نه تر اوسه نه درلوده. افغانان په مجموع کې ددوی له مرستو او قربانیو منندویه دي او وي به، او ددوی هر اړخیزې مرستې او خدمات چې یې په دې تېرو شل کلونو کې له افغانانو سره کړي به هېڅکله هېرې نه کړي. خو ناتو باید خپلې تګلارې ته تغیر ورکړي او د ستونزو د اساسی عواملو چې ۹۹٪ رېښې یې په پاکستان کې دي د لرې کولو په لټه کې شي نه د فرعي اسبابو. میلاسويچ هاګ ته سپارل کېږي خو د پاکستان نظامې او طالب قاتلو مشرانو ته چې دا څه دباندې دېرش کاله په افغان نسل وژنه مشغول دي او څه باندې ۳۵۰۰ ناتو سرتېري یې هم وژلي هیڅ هم نه ويل کېږي. ناتو باید په دې وحشانیو بندېز ولګوي تر سو چې دا لړۍ بنده شي. مننه

  2. I think that NATO had been established against WARSHOVA Pact;
    Everybody knows that Afghanistan Islamic Republik doesn’t located in North Atlantic Territory Area!
    Thus , the presence of nato millitants are unnecessary there. At the same time , Mr. Trump aims to decrease the expences of US all over the world.
    Thank YoU!.

  3. ,Noto is no more a defensive organisation. it has been morphed into an offensive colonial force which is activated to kill and implement western capitalist ideology globally so that west could exploit the conquered territories for their own interests.

  4. زه قطعا په دې باور نه یم. امریکې او ناتو سره له دې چې خپل منافع پالې په دې تېرو شلو کلونو کې یې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړي. که دوی نه وای اوس به وزیرانو له عمران خانه فرمان اخیسته لکه دلال طالب یې چې اخلي. ناتو او امریکې په دې تېرو شلو کلونو کې له اقتصادي، نظامي، اجتماعی او سیاسی اړخه له افغانستان سره بې شماره مرستې کړي او اوس یې هم کوي. خو ګنده طالب سره له دې چې دافغانستان د بیا جوړونې مخه یې نیولې، هغه څه چې تر یو حده د همدې خارجیانو په مرسته جوړ شوي د خپل تورمخي او چټل بادار په امر بیرته وران کړي او اوس یې هم ورانوي. الله دې پر مونږ ورحمېږي او دا خره طالبان دې خدای په لاره راوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب