جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبانو او امریکا پر پانګونو او اقتصادي مسایلو خبرې کړي

طالبانو او امریکا پر پانګونو او اقتصادي مسایلو خبرې کړي

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۱) د طالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې آدم بولر په دوحه کې د سیاسي دفتر له مرستیال شیرعباس ستانکزي سره په افغانستان کې پرپانګونې او اقتصادي پراختیا خبرې کړې دي.

د نعیم په وینا دواړو لورو په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګارکړی او په وینا یې افغانستان هغه مهال د پانګونو او اقتصادي فعالیتونو لپاره مناسب دی چې له دایمي ثبات برخمن وي.

د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې مشر ویلي، چې افغانستان د پانګونو د جذب لپاره غوره فرصتونه لري نو طالبانو ته په کار ده چې جګړه او تاوتریخوالی کم کړي.

طالبانو هم په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې دوی په افغانستان کې د پانګونې او سترو پروژو د عملي کولو لپاره فرصت برابروي.

طالبان او امریکا داسې مهال پر اقتصادي مسایلو خبرې کوي چې په افغانستان کې روانې خونړۍ جګړې د افغانانو ژوند تریخ کړی دی.

23 COMMENTS

  1. هغه پلید کسان چې د افغانستان سرکونه په بلدوزرونو په بل مخ اړوي او هغه تاسیسات ورانوي چې امریکې او د ناتو نورو غړو هیوادنو په دې شل کالونو کې په جوړ کړي، والله که د اقتصادی پرمختګ په مفهوم خبر هم وي. فارسی ژبي وايي. «پيش کله خر ياسین خواندن» طالب خر په دې خبرو څه پوهېږي.

  2. خر مه توهینوئ، خر خوارکی هېواد پلورونکی ندی، د چا جاسوس ندی، رشوت یې ندی خوړلی، غلا یې نده کړې، چور یې ندی کړی، هېواد یې ندی وران کړی، فساد یې ندی کړی، ځمکې یې ندي غصب کړې، خلک یې ندي وژلي، د کونډو او یتیمانو حق یې ندی خوړلی، هر کار په صداقت او حوصلې سره اجرا کوي، چې وږی وي صبر کوي او چې موړ شي بیا د نورو خوړو په غم او فکر کې نه وي او داسې نور……….۰ نو اوس خپله قضاوت وکړئ چې څوک ښه دی. درناوي

    • سلام

      دایمی ثبات ،دامریکا نړیوالې پراختیایی ادارې مشر،پانګونو مناسب فرصت ،دتاواوتریخوالی کمولو هلې ځلې
      هر یو جلا بحث دی او ځانګړی ابعاد لری خو مشترک مخرج یی یو دی چې عبارت دی له دایمی ثبات . دا یمی او ثبات هم لکه اقتصاد او پانګونه دوه ډېرې مهمې فقرې دې چې دیوې ټولنې عمرانی او سوکالی په هغو بورې تړلې دی اوږد بحث او لکچر دی ځمه خپل مطلب ته .

      ښه ځای
      یوه سړی دا فیصله نه وه کړې چې چېر ته کور جوړکړی نو له ابو علی سینا ۱۰۳۷ څخه یې مشوره وغوښته هغه وویل هغه ځای کې چې دا پنځه شیان نه وی مه اوسېږه:

      ۱-زړه سوانده سلطان ۲- عادل قاضی ۳-ماهر طبیب ۴-آباد بازار ۵-دخوږو اوبو لښتی یانهر

  3. طالبان درګرده سړکونه ورانوي، ښوونځي سوځوي، دریم ملیونه ماشومان یې له زده کړو محروم کړي.

    یره خو کاشکی انسانیت، عقل او عزت خرڅېدلی چې دې طالبانو ته مو لږ اخیستی وای.

  4. متل دی وایی دچرګی د مالګی د څټلو سره څه دی۰
    وخشی طالیبانو ستاسی د اقتصاد او ابادی سره څه دی۰
    مکتبونه مو وسوځل د ولس د اولاد تعلیم نه غواړی۰لعنتیانو
    سرکونه مو په بیلدوزرونو خراب کړل پلونه مو تخریب کړل چه دردیدلی ولس نور هم و ځوریږی۰
    د ازار نه چا بازار موندلی نه دی۰مسجدونو ته مو بمونه واچول د خدای قرانونه مو وسوځل۰
    استاذان معلمان داکتران انجنیران د زراعت متخصصین مو ووژل۰
    ای درنده وخشی دپنجاب کرایی قاتلینو دا هر یو داکتر او متخصص په حومره سرمایه د وطن د ترقی او ابادی لپاره تربیه کوی تاسی وخشیان یی وژنی دا د وطن معنوی سرمایه ده۰
    ژوندی دی وی افغان ولس او نابود دی وی د افغان وطن دشمنان

  5. پلونه ،مکتبونه ،دبرق ستنیې ،لویې لاري مو وراني کړي په دغه کارسره مو دقطاع الطریق کار ترسره کو ،قاچاق مو کار ده ،معدني ډبري په بیرحمانه توګه باسۍ اوخرڅوۍ ئ ،کلینیکونه مو وران کړل دولت ئ جوړهوي تاسو ئ ورانوۍ بیګناه ملکي خلک وزنۍ ،
    دعشر په بانه دخلکو کورونو ته ننوزۍ ۰
    دا تاسو ته پلان درکول کیږي دای ایس ای له خوا ۰
    دعلما و دنړۍ والي شورا يو وار بیا ستاسو جګړه ناروا وبلله خو تاس و دامارت په ارمان کي لیوني یاست اودا ارمان به مو هیڅکله پوره نه سي انشا الله تعا لی ۰يو ضربلمثل ده (ترکاڼي دبیزو کارنه ده )

  6. همدا پورتنی خبری به هلته ګټوری وای چه یوه جنبه یی شکل یی نوای نیولی. دا ده همدا نن مسجد په بمباران باندی شهید سوی او د دینی مدرسو چاپی او استادانو او شاګردانو نیول او مړه کول هم په تیرو کالو کی سوی. که تالیبان سړکونه ورانوی نو جوړوی یی هم. په هرحال د یوطرف ملاتړ د داخلی جنګ د درازی سبب دی او دا هیڅوک باید و نغواړی.

    • خدای د خوار نه کړه ثابته له دا ډول تفصیل او تحلیل سره. ته یو مثال راکړه چې دلال طالب په دې تېرو شلو کلونو کې یو ځای په افغانستان کې جوړ کړی وي. د شمالی له باغونو نیولې د هېواد په هر ګوت کې چې په دې تېرو شلو کالونو کې خرابی شوی ټول طالب دلال کړی. حتی یوه ولاړه بی غرضه د بامیان مجسمه چې هر کال کې د توریستانو له بابته دوه میلیونه ډالره عاید درلود هم خپل د ګنده او مردارو بادارانو په امر ويجاړه کړه. دا اوس هره ورځ سرکونه په بلدوزرونو را اړوي، ښوونځي سوځوي، روغتونونه ورانوي او ته ناست یې د عدالت او انصاف خبرې کوي. هغه څوک چې د الله او رسول او ټولو انساني اوصولو انکار کوي، او هره ورځ بې ګناه افغانان وژني له هغوی دفاع کول لکه د هغوی په ګناه کې شریکیدل دي. تیره اونۍ یوازي اته زره کورني له هلمنده د همدې پلیدې ډلې د جنګونو له امله له کوره بې کوره شول. لسګونه بې ګناه افغانان یې ووژل او په سلهاو نور زخمیان شول. له دی څوک سترګې نه پتوي چې کله نا کله ددولت په عملیاتو کې سهوا افغانان وژل شوي، خو هغه ريښه هم ملعون طالب پورې تړلې، ځکه چې د خلکو په کورونو کې ځان پټوي. لعنت دې وي پر دلال طالب او هغوی په طرفدارانو. سپیان به غاپي خو د افغانستان د بیا جوړونې پروګرام به پر دوام وکړي انشاءالله

  7. دا د ډېرې خوشحالۍ خبره ده چې ټالب هم د وطن د آبادۍ ، جوړولو او امنیت غوښتونکی شي . الله تعالی دې د تاند خبره رښتیا کړي . حب الوطن من الایمان .
    خو زه فکر نه کوم چې ټالب د افغانستان د جوړولو په هکله کوم پلان ولري . ټالبانو ته د پنجاب په مدرسو کې د پښتنو د کورونو ، جوماتونو ، سرکونو ، ښوونځیو ، روغتونونو او نورو عام المنفعه ځایونو یا بیت المال د ورانولو درسونه ورکول کیږي . کله چې دولتي تاسیسات د دوی لاس ته ورشي ، سمدلاسه اور وراچوي . د افغانستان خلک یې له تحصیل او تعلیم نه محروم کړي دي ، د مریضانو د تداوي لپاره مجبور دي پنجاب ته ویزه واخلي . ټالب په مجموع کې دپښتنو دښمن دی . په غزني کې چې زمونږ هزاره ورونه هم اوسیږي ، هغوی سره کار نه لري ، د هغوی هلکان او نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي ، ملي اردو کې خدمت کوي ، په دولتي ادارو کې کار کوي ، هغوی ډاډه او سوکاله ژوند لري . خو د پښتنو لپاره ښوونځی ، وطن ته خدمت ، سرک ، عام المنفعه پروژه او تاسیسات ټول کفر دي .
    هغه دري متل دی چې وایی : قربان شوم خدا را ، یک بام و دو هوا را .

  8. اصلاً بله خبره:
    په عُرفی او طبیعی اجتماعی ژوند کی یو بل قانون د اعتبار وړ دی یعنی:
    که د کومی کوڅی یا سیمی یو غل او کیسه بر د خپلی غلا مال پر کوم بل چا ( مثلاً یو دوکاندار ) خرڅ کړی او د مستندو دلائلو او شواهدو له مخی ثابته سی چی رانیوونکی ( مثلاً دوکاندار ) پدی موضوع خبر وی چی دا د غلا مال دی نو اخلاقاً او قاعدتاً او قانوناً د غله د جرم په ارتکاب کی مستقیماً شریک دی.
    د کمیس لستوڼی ما بخۍ کړه د غاړی او غوټو برخه ئې په ګران لوستونکی اړه لری.

  9. طالیبان د پاکستان په دستور د افغانستان ورانول غواړی۰
    دا کرایی قاتلانو نه د ابادی طمع مه کوی۰
    خلیل زاد د کوم قرارداد ګازو او معدنونو خوبونه ګوری۰
    بهتره دا ده چه دټولو نیمګړتیاوو سره د افغان فوځ او دولت ملاتړ وکړو۰
    ژوندی دی وی د افغانستان واحد ملت
    مننه

  10. فهیم خانه
    مونږ کوښښ کوو چه د ځینو افغانو د لیکنو په خاطر نور پښتانه و دی ته راوغواړو چه د شنو عینکو په سترګو کولو هر څه ریشقه نکیږی. تاسو بیرته و هغه خپل ساده منطق ته ځی. لیږ خو د تالیبانو اماره پاڼه هم وګوری. یو منطقی افغان باید آزاد خیال ولری او د استعمار او په هغه پسی دتړلی تبلیغاتی پاڼو پروپاګند بی له چون او چرا څخه هضم نکړی. افغانستان د کفری قوواو له خوا اشغال دی. خبر یی که نه؟

  11. ثابت صاحب اوس ستا طالبان له چا سره جنګېږي. څوک وژني، کوم ځای ورانوي، مقابل طرف یې څوک دی. بلې خوا ته مشران یې له چا څخه معاش اخلي. په دوحې کې د هوتلونو او لوکسو موترو پېسې يې څوک ورکوي. ناتو څنګه اشغالګره ده چې ستا جیره خوارو طالبانو ورسره سوله کړې او اوس یې خو پېره داري هم کوي. په خدای چې ستا په طالب د ناتو سپی هم شرف لري. خبره د اشغال او اسلام هم نه ده. خبره د چوکۍ او قدرت ده. د همدې طالبانو د منفی اعمالو په نتیجه کې ناتو افغانستان ته راغله. اوس خارجی قواوی وایې مونږ وځو خو طالبه ته جګره ودروه، مګر دلال طالبان درګرده افغانان وژني او جګړې ته دوام ورکوي. د یوه مسلمان په صفت خدای دربندې شاهد وګرځوه او ووایه چې ددوی کوم عمل انسان او مسلمان ته ورته ده. زرګونه ځوانان ووژل شول خو د طالب مشران په بندي خانو کې نوي وادونه کوي هغه هم له شپارلس کلنو سره. جنګ ټول د قدرت او ثروت لپاره دی وروره. هره ورځ ماشومان یتیمانېږي، خویندې او میندې کونډې کېږي، ځوانان خاورو ته ځي او طالب مشران له حورو سره په مستیو کې دي. راشم ستا خبرې ته، زه نه ساده یم او نه بېسواده. الحمدولله پاک مسلمان او انسان یم او کلک ایمان لرم. اوس انصاف ستا په لاس کې. خو هر څه چې وایې بیا هم خدای او خپل وجدان درباندې شاهدان ونیسه

  12. فهیم خانه
    زما د خبرو اصلونه: د افغانستان استقلال، د اسلامی قانون رښتیا عملی کول، او د افغانستان د کلچر احترام دی. په همدی بنا جنګ او حکومت روا او یا ناروا بولم. په همدی اصولو هم دولت او هم تالبان ملامتولی سم. زه نه د دولت او نه د اشغالی قوتونو خدمتکار او یا خیرات خور یم او نه د تالبانو. ما د همدی اصولو په اساس مجاهدین پریښی، او دتالبانو، او د اشغال او اشغال سوی افغانستان داداری سره می د کار نه ډډه کړی. زه ځان ته اجازه ورکوم چه ددوی په توری باندی تور نسم او د دواړو په کار نامو باندی قضاوت وکړم.
    په پورته فضا کی دا ستا ټولی خبری جواب لری. مګر اوس د هغو ځای او وخت ندی. که د یوی او بلی لوری نه دفاع کوی هغه د افغانستان د اشغال درازی ته دعوت دی.
    که تاسو د افغانستان اشغال مهم نبولی نو زما او ستا ماتی مقابله ده. ځکه زه او ته داسی نقطی ته رسیږو چه ناندری به مو روانی وی او حل به نه وی.
    د پورته اختلاف سره مونږه له تانه دا هیله کوو چه په نره خپله طرفداری له دولت نه اعلان کړی او زه به بیا د هغه په ضد خبری کوم. هیله ده چه ملی او اسلامی لباس خپلو خبرو ته ورنکړی. هغه چه ملی او اسلامی خبری کوی هغه باید د هغوی په اصولو باندی ځان پابند وبولی. نه افغان او نه مسلمان د خپلی خاوری اشغال ته تسلیم سوی دی. دا دوه زره کلونه د همدی خبری ثبوت وړاندی کوی.

  13. ثابت صاحب، د کوم اسلام او کلچر خبرې کوي. طالب خو نه له اسلامه خبر دی نه د افغانستان له کلچره. ته او خدای چې دا کارونه چې دوی کوي کوم یو یې په اسلام کې ذکر شوي او کوم یو یې د افغانانو په کلچر کې دی. طالب ته د اسلام او افغانی کلچر سره ارتباط ورکول له ټولو اسلامی اصولو او افغانی دود او دستور او افغانیت سره جفا ده.
    ثابت صاحب دا زه ساده او بې خبره خو دا پورته ليکل شوي مطالب ولوله او بیا قضاوت وکړه چې زه رښتیا وایم که تاسو. هيڅوک ددوئ اعمالو ته ښه نه وايي. د طالب کړنې هیڅ منطقی، اسلامی، کلتوري او انسانی جنبه نه لري. نور نه غواړم چې وخت دې ضایع کړم. ته په یوه او زه په بله لار روان یو. بخښنه دې وي.

  14. فهیم صاحب او نورو ته!
    ثابت په دې نه ارزي چې ځواب ورکړل شي. یو څوک چې تر دې حده خاین شي چې خپل وطن اشغال شوی ګڼي. تر ده نو خدای که لوی پنجاسپی وي.
    رشید

  15. ثابت يو Phantom نوم ده دد شاته د I.S.I يو ګروپ پروت ده دوی دا افغانانو په روڼهاندو او وتندوستو شخصيتو پسي په بريښنا پاڼو کي پروپاګنده کوي. د افغانستان له پاره لوی خطر پاکستان ده خپل شيطانان يي موږ ته په اسلامي چپنه کي کينولي دي.
    ثابت کله د افغانستان د استعمار. کله د ا سلامي نظام په افغانستان کي خبري کوي کله له ځانه لقمان حاکم جوړ کړي، دا ښه کار ده چه دا خاين او فريبکاره او ديماګوګه رسوا شي.

  16. داسی ښکاری چه ځینی افغانان لا تراوسه د ازادی په معنی نه پوهیږی. دا دشل کالو د تعلیم ګټه ده چه له ځینو افغانانو یی ارمنی مینځی جوړی کړی. هم غلامی او هم باندی خوشاله وی. څوګ چه ځان په خپله خرڅ کړی نو هغه به څنګه قانع شی.
    کاروان ته لا د شل زره کفری لښکری ندی مالومی چه په افغانستان کی وجود لری او د کابل اداره یی په لاس کی ده. له شاه شجاع تر دی هم کم داوسنی اشغالګرانو پلرونه راغلی وو.
    سرمست خانه مستی پریږده دا د پردو دوربین دی زوړ سوی. خپل ځان پکی وګوره چه د چا زیره خوری.
    بیا هم که دهدایت لیږ امکان وی درسره: جنګ د پردیو پلټونو په سردی، او د پردی نظام. پښتانه په لوږه خوښ دی خو غلامی نه منی. اول پردی خلک وشړه بیا په ما پسی دوربین ګرځوه. که نه دا ستاو تنګ نظری به نور هم د افغانانو د بدبختی سبب شی.

  17. ثابت خانه. پوهیږم چې د چا نوکر یې.
    په افغانستان کې د نړۍ د ۵۰ هیوادونو ۱۴ زره سرتېري اشغال بولې. خو په دې څه نه وایې چې ستا وحشي ملا هیبت چیري ناست دی. ایا پاکستان یې د اسلامي ورورولۍ په خاطر په خپله چوڼۍ کې ساتي؟ خدای حاضر و ناظر وګرځوه او رښتیا ووایه چې پاکستان د کوټې، پېښور اومیرانشاه شوراګانې د اسلامي اخوت په خاطر جوړې کړي دي؟ ایا پاکستان د اسلام په خاطر د طالبانو مالي، سیاسي، او نظامي حمایت کوي؟
    پنجابیان هیڅ نه ملامتوم هغوی د خپلو ملي ګټو په خاطر دا کار کوي خو توف لعنت دې وي په پنجاسپیانو، دوی هیڅ شرم نه لري.

  18. شاباس کاروانه شه ده خبرشوی چه په افغانستان کی ۵۰ دولته قواوی لری. که پاکستان راغی بیا به سره خبره کوو. اوس دا پنځوس کفری دولتونه وباسه که ځان ته مسلمان او پښتون وایی.
    پاته سوه د میرانشا او کوټی خبری، نو ووایه چه د تالیبانو او د کابل اداری فرق څه دی؟ بده خو داده چه د کابل د اداری د ټینګښت لپاره دپښتنو او مسلمانو د دښمنانو اډی پرتی دی.
    لیږ کم فکر وکړه که دپردو اجیر یا عسکر نه یی.

  19. طاهر خانه،
    د طالبانو او د کابل د ادارې فرق په دې کې دی چې کابل ادارهٔ د بین المللي میثاقونو له مخې له دې هېوادونو سره معامله لري. او د همدې میثاقونو په بنیاد دوی له افغانستان سره مرسته کوي او په شلو کلونو کې یې په میلیاردو ډالر په عام المنفعه پروژو لګولي دي. د همدې هیوادونو په مرسته اوس افغانستان تر ۳۰۰۰۰ زیاد پوځ لري. تکړه او زړورې خاصۍ قواوي لري. بانکونه جوړ شوي، په سلهاوو پو هنتونونه او ښوونځي جوړ شوي او په میلیونو ماشومان ښوونځیو ته ځي، په زرهاوو کیلو متره سرک جوړ شوي، تر دونیم لکه زیاد پولیس تربیه شوي، په زر هاوو ډاکتران، انجینران، ښوونکي او نور د ضرورت وړ بشري قوا یې تربیه کړي، د افغانستان اکثره ښارونه برېښنا لېږلې، مالیات ټولېوي، پارلمان جوړشوي، انتخابات کېږي، او داسې په زرهاوو نور ښه کارونه تر سره شوی. را به شو ستا خرو او بېسوده دلالانو ته. طالب دلال نه کوم تعهد لري او نه کوم ميثاق. د پاکستان او ای اس ای د مدرسو بې پلاره او بې موره حرفوی قاتلین لوی شوي دي. د ای اس ای اجیران دي. په پاکستان هم چې کله فشار ډېر شي بیا طالب ته د تروريست خطاب کوي. د دلال طالب یو عمل افغان، مسلمان او د سړي زوی ته ورته نه دی. هر څه یې د پاکستان په ګټه دي، دوي په دې تېرو شلو کلونو کې یوازې خرابی ګړئ. هره ورځ د برق ستنې، سرکونه، پلونه او نور عام المنفعه تاسیسات ورنوي، عالمان، ښوونکي، انجینران، ډاکتران او نور هر تحصیل کړي کس چې ددې ملت په وینو لوی شویې وژني. خلاصه هیڅ عمل یې د ویلو وړ نه دی. که په خبره پوهېږې اوس باید د طالب او د افغان دولت په فرق پوه شې.

    ثابت خانه، بله دا چې پاکستان دې افغانستان ته د راتګ خوب هم نه ویني. ستاسو پلارونو ته مونږ افغانانو اسلامیت زده کړئ، تاسو چې اوس دومره ډرتېږئ د همدې افغانانو له برکته ده، که همدا افغانان نه وای اوس به دروسانو مستعمره وای. دو میلیونو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې ستاسو ناموس وساتي، ولې ستاسو مشران ډېر بې حیثیته او نمک حرام راوختل. او د افغانانو د قربانۍ په بدل کې مو ورسره دوکه وکړه او غوښتل یې چې افغانستان خپلې خيټه لاندې کړي. په لومړي ځل ټول خلک په طالبان وغوليدل او له هغو سره یې مرسته وکړه. او اوس د دلال طالب هویت ټولو افغانانو ته په ډاګه شوئ. والله که یې پاکستان او طالب په خوشحالۍ وخوري. بی ځايه زور به هم نه وهئ چې کونه مو څېرې نه نشي. مننه

  20. د دې لپاره چې د لوستونکو تبصرې بې ځنډه خپرې شي تاند د ټولو تبصرې ازادې پرې ایښي خو له بده مرغه ځینې له دې ناوړه استفاده کوي. سربېره پر دې چې ځینې تبصره لیکونکي ناماسب الفاظ کاروي یوه تن د تاند په نامه خپل رقیب ته سپکې سپورې لیکلې وې. د دغه کس تبصره په همدې ځای کې خپره شوې وه چې ډیلیټ شوه.

  21. د ټولو دوستانو تبصرې معقولې او په زړه پورې دي ، خو پنجابسپی په خپل خره سپور دی . له لیکنو او د املا له شکل نه یې معلومیږي چې د پنجاب مزدور او غلام دی. دی غواړي په معنوي لحاظ افغانان ذلیله کړي خو د ده وطن لا پخوا د پنجاب له خوا اشغال شویدی . هلته د انګلیس قانون چلیږي . شنبه او یکشنبه رخصتي او جنتري یې د عیسوي کال په اساس ده . پنجاب کوم اسلامي هېواد دی ، د دوی پیغمبر یا قاید اعظم له سپیو سره اوسېده او شراب خور وو . دوی د خپل وطن آزاد کړي او اسلام دې هلته نافذ کړي . غم خوده بخور که لاغر نشوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب