دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهژوند ته مو شفا ورکړئ| جنرال دولت وزیري

ژوند ته مو شفا ورکړئ| جنرال دولت وزیري

ژوند ته دې شفا ورکړه د کتاب غورچاڼ

د کتاب ژباړن: صالح محمد صالح

پنځلسم لوست

د ځينو کسانو ځینې کارونه او یا سوچونه داسې وي چې د هوښیارانو خبره «تر اوبو مخکې ګاولې ایستل وي.»

کله چې له کومې ستونزې سره مخ کیږي د دې پر ځای چې د ستونزې په علت پسې وګرځي او بيايې په رفع کولو کې کوښښ وکړي، خپل روحيات بایلي او خپله ملا په خپله ماتوي.

ښه لاره خو يې دا ده چې کله له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، د دې پر ځای چې وارخطا شئ ارام فکر وکړئ چې دې ستونزې زما له کومو ناوړه سوچونو څخه سرچینه اخیستې ده.

کله چی مو د ستونزې علت پیدا کړ بیا له ځان سره ووايئ چې په خپل ذهن کې به دغه ناوړه سوچونه چې د دې ستونزې د زېږېدو سبب شوي دي کاملا له منځه وړم.

د جوړوونکو او نویو سوچونو له پاره له ځان سره نوی چوکاټ جوړ کړئ او بيا عمل پرې وکړئ.

داسې فکر وکړئ چې د بدلون او شفا په مرحله کې یاست او د نویو سوچونو په تقویه او عملي کولو کې کوښښ وکړئ.

د بيلګې په توګه که د زړښت له ستونزې سره مخ شوئ، د دې پر ځای چې ووايئ واخ د پلاني غوندې غونج پنج نه شم او له دې سره ځان ته په خپله لويې ستونزې را وزيږوئ، ښه به دا وي چې ووايئ:

زه د ژوند په هر پړاو کې له ځان سره مينه لرم او  ښکلی يم او ووايئ چې د ژوند هره شیبه او مرحله غوره ده.

پايله

ووايئ چې د ژوند په هر پړاو کې چې يم هر څه بشپړ او مناسب دي.

زاړه او ناوړه سوچونه خوشې کوم او له ځان سره مينه لرم.

خپل بدن را باندې ګران دی او په ساتلو کې يې کوښښ کوم.

او زما په نړۍ کې هر څه سم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب