دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد وژل شوي امنیه قومندان زوی وایي د خپل پلار انتقام به...

د وژل شوي امنیه قومندان زوی وایي د خپل پلار انتقام به واخلي

تاند (چهارشنبه د میزان ۳۰) د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ د وژل شوي امنیه قومندان فیض محمد هوتک زوی بنیامین له ولسمشر اشرف غني د سولې کولو غوښتنه کوي او وايي که سوله ونه شي، نو د جګړې اصلي عاملان به د داسې پېښو پور پرې کړي.

بنیامین چې شاوخوا ۷ کاله عمر لري، په یوه ويډيوي پیغام کې وایي چې ولسمشر دې دده غږ واوري او سوله دې وکړي. هغه زیاتوي چې رالوی شي له طالبانو به د خپل پلار غچ واخلي.

قومندان فیض محمد هوتک چې د نیمروز د کنګ ولسوالۍ امنیه قومندان وو تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې له ۱۱ نورو امنیتي سرتېرو سره یو ځای د دوو ځای پر ځای شویو ماین چاودنو له امله ووژل شول.

د راپورونو له مخې، لومړی په یوه هاموې موټر د ماین چاودنه کې ۵ امنیتي سرتېري ووژل شول، خو کله چې قومندان فیض محمد له خپلو نورو سرتېرو سره سیمې ته رسېږي او د جسدونو په راټولولو پیل کوي، دویمه چاودنې پرې کيږي چې د نوموړي په ګډون پکې ۷ نور سرتېري هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

بنیامین یواځینی ماشوم نه دی چې د ژوند داسې ترخه خاطره لري، بلکې په سلګونه نور داسې ماشومان شته چې په روانه جګړه کې یې خپل پلار او یا د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی، خو حکومتي چارواکي او د سیاسي چارو پوهان بیا دا ډول بریدونه د طالبانو کار بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب