پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهستولتنبرګ: ناټو تر هغو له افغانستانه نه وځي چې امنیت نه وي...

ستولتنبرګ: ناټو تر هغو له افغانستانه نه وځي چې امنیت نه وي ښه شوی

تاند (چهارشنبه، د میزان ۳۰) د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدا د سولې د پروسې په زیان وباله.

سرمنشي نن (چهارشنبه) وویل، ناټو تړون به حتي که یو شمېر امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي هم، تر هغو له دې هیواده ونه وځي چې د دې هیواد امنیتي وضعیت ښه شوی نه وي.

ده پر طالبانو ږغ وکړ چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د تاوتریخوالو په کمولو اوربند ته لار هواره کړي.

د ناټو سرمنشي د دې تړون د غړیو هیوادونو له دفاع وزیرانو سره د انلاین غونډې په درشل خکې د دوحې بین الافغاني خبرو ته په اشاره وویل:

«د دوحې خبرې نسلونو ته د سولې تر ټولو ښه چانس په لاس ورکوي. دوی باید د ښځو او نجونو په شمول د تېرو دوو لسیزو په لوړه بیه ترلاسه شوې بریاوې وساتي. ناټو د افغانستان اوږدمهال امنیت ته ژمنه ده. او یوازې دا اوونۍ د ناټو غړیو او شریکانو تر ۲۰۲۴ م کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه تازه کړه.»

همداراز وویل:

«طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او د تاوتریخوالو په کمولو اوربند ته لار هواره کړي.

دوی باید له القاعده او نورو نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي او په صداقت خبرې وکړي.»

ستولتنبرګ د ځواکونو د ایستلو په اړه وویل«موږ به په ګډه پرېکړه وکړو، خپلې هڅې به د اصولو پر اساس همږغې کړو، په ګډه به د ځواکونو شمېر تنظیم کړو او کله چې شرایط برابر شول، هاله به یو ځای ووځو. خو تر دې وړاندې نه وځو.»

سرمنشي په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ له څه باندې ۶ اوونیو راهیسې په دوحه کې خبرې روانې دي خو تراوسه پورې دواړه خواوو د رسمي خبرو پر اجنډا موافقې ته نه دي رسېدلي.

په عین وخت کې طالبانو په هلمند، تخار، غور او اروزګان کې حملو ته زور ورکړی دی.

یوازې د هلمند د حملو په نتیجه کې شاوخوا ۶۰ زره تنه بې ځای شوي دي.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ناټو غړیو هیوادونو د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لګښتونو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د دغو ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د دوشنبې د ورځې په غونډه کې سرمنشي ینس ستولتنبرګ وویل«د نن ورځې ژمنې پر هغه اعتماد له بیا ټینګار سره مرسته کوي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د دوی ملاتړ به تر ۲۰۲۰ وروسته هم په قوت دوام کوي.

د سرمنشي په وینا د ۲۰۲۰ د اکتوبر له پنځمې څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له صندوق سره تر ۳ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره ډېره مرسته اعلان شوې ده.»

د افغانستان د ملي اردو د مالي ملاتړ بسپنه یا صندوق په ۲۰۰۷ م کال کې جوړ شو.

د ناټو غړیو هیوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د دې بسپنې له لارې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو د دفاع وزیران سبا په بروکسل کې انلاین غونډه وکړي. په دې غونډه کې د افغانستان او عراق په ګډون د ناټو پر بېلابېلو چلینجونو خبرې کېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب