تاند- د جنوبي کوریا ایل جي (LG) کمپنۍ د غالۍ یا هر بل فرش په شان کلوله کېدونکی تلویزیون بازار ته راوایست.
د دغه تلویزیون بیه ۸۷ زره ډالره ده.
ایل جي دوه کاله پخوا د دې تلویزیون نمونه نندارې ته وړاندې کړې وه خو اوس یې د پلورلو لپاره بازار ته راوایست.
دا (Signature OLED R) تلویزیون ۶۵ اینچه دی او حاضردمه د جنوبي کوریا په بازرونو کې خرڅلاو ته وړاندې شوی.
دا تلویزیون د پروجیکټر د پردې په شان تاوېږي او په یوه المونیمي پوښ کې اېښودل کېږي.
«کلوله کیدنکی» که نغښتیدونکی…
په زړه پووري خبر دی، خو د کلوله اصطلاح په پښتو کې بدرنګه ښکاري.
ځکه پښتو ژبه نغاړل و نغښتل لري. ښه به وای که لیکل شوي وای:
ایل جي نغاړیدونکی تلویزیون راوایست
ایل جي نغښتېدونکی تلویزیون راوایست
یاهم
ایل جي لوله کېدونکی تلویزیون راوایست
ځکه تر «کلوله کیدونکی»، لوله کیدونکی هم ښه ښکاري.