چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهجلال اباد کې د پاکستان وېزې د ټوکنو د وېش پرمهال ۲۵...

جلال اباد کې د پاکستان وېزې د ټوکنو د وېش پرمهال ۲۵ تنه مړه و ژوبل شوي

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۳۰) د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، چې نن سهار د جلال اباد ښار اړوند فوټبال لوبغالي کې د پاکستان د وېزو د ټوکنو د وېش پرمهال د ګڼې ګوڼې له امله ۱۲ ښځې مړې شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي په ژوبلو کې ۳ نارینه هم شامل دي.

د پاکستان کونسلر عابدالله

په ورته مهال د ټوکنو د وېش د پروسې د تنظیم مسول فضل ربي حمیم وایي، چې له یادې پېښې وروسته یې لسګونه زره پاسپورټونه راټول کړي.

دی وایي: ( موږ پاسپورټونه د بې نظمۍ د ختمولو لپاره راټول کړي، دابه په ورځني ډول تقسیم بندي کوو، هره ورځ به په ۱۰۰۰ پاسپورټه ویزې لګول کېږي او خلکو ته به وېشل کېږي.)

د ټوکنو د وېش په ځای کې لسګونه زره پاسپورتونه بې برخلیکه پراته وو ، چې د نظم او ورکېدو هېڅ ضمانت یې شتون نه درلود.

هڅه مو وکړه څو د دې بې برخلیکه پاسپورټونو په اړه وضاحت ترلاسه کړو خو، د ټوکنو د وېش مسولینو او دغه ولایتي ادارې داسې څه ونه ویل چې قانع کوونکي وي.

ډیری وېزه اخیستونکي په دې اندېښمن دي چې وایي ښایي پاسپورتونه یې ورک شي او یا هم په ډېر ځنډ یې بېرته ترلاسه کړي.

ننګرهار کې د پاکستان د وېزو لپاره د ټوکنو د وېش پرمهال ۱۱ ښځې مړې شوي

لومړی تعقیب:

تاند ( چهارشنبه، دمیزان ۳۰) د جلال اباد ښار په فوټبال لوبغالي کې د پاکستان د ویزو د ترلاسه کولو په خاطر د ټوکنو د وېش پرمهال ۱۱ ښځې مړې شوې دي.

امنیتي مسولان وایي، پېښه د ګڼې ګوڼې له امله رامنځته شوې او له امله یې ۱۲ تنه نور ژوبل شوي هم دي.

بل لورته د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل وایي، چې د پېښې له ځایه دوی ته ۱۱ تنه مړه او ۱۰ تنه ژوبل ور وړل شوي دي.

عادل وایي په مړو او ژوبلو کې دوه نارینه او نور ټولې ښځې دي.

په جلال اباد ښارکې د کورونا له بندیزونو وروسته د پاکستان کونسلګرۍ د ویزو د لړۍ د پيل پرمهال د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ولایتي ادارې پرېکړه وکړه چې د نظم د رامنځته کولو پرمهال به لومړی په فوټبال لوبغالي کې ټوکنې وېشل کېږي او بیا به ویزې ورکول کېږي.

خو ځايي خلک وایي د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله د ټوکنو د وېش پروسه هم له ستونزو ډکه ده.

3 COMMENTS

  1. د دې خلکو لویه شمېره د درملنې لپاره پېښور ته ځي. دوی هلته ښې ډېرې پېسې لګوي، زحمتونه ګالي، سپکې سپورې اوري او وایي چې دننه په هېواد کې یې د درملنې لپاره سمې اسانتیاوې نشته نو ځکه پېښور ته ځي. که دلته د درملنې لپاره امکانات وای، دا بېچاره تورسرې او سپین سرې چې زمونږ او تاسو د خویندو میندو حیثیت لري، نه وژل کېدای. اوس خبره دلته ده چې تېرو حکومتونو ولې په دا نولسو کلونو کې داسې یو روغتون جوړ نکړ چې دا خلک دلته په هېواد کې دننه د یو څه پېسو په بدل کې معالجه شوي وای. د روغتیا په برخه کې ډېرې مرستې ترلاسه شوې خو له بده مرغه ټولې چور او غلا شوې. مړه دې وي غله

  2. لومړی د الله د پاکستان حکومت او قنسلګري تبا کړي چې سم خدمات نه عرضه کوي
    بیا دالله زموږ ولایتي حکومت و شرموي چې د خلکو په تنظیم کې ناکام دی

    بیا د الله دې خلکو ته هدایت وکړي چې تاسې څه کوی چې دومره د چټلستان په ویزه پسې مړه یی.

  3. ما درته ویل نه دې منله
    د کونډې زویه اوس کوه د ډاګ مزلونه
    دا د جهاد د فساد زور دی
    چې د ناموس په سر مو کیښول قدمونه
    په دې کې شک نه شته چې دغه خلک هغه خلک دی چي معمولا یې کورونه په پاکستان کې دي یعنی یا مجاهد دی یا طالب دی او یا داعشیان دی او یا د همدغو خلکو له منځه تغذیه کیږی. دغه خلک هم هماغه مجاهدین دی چی وطن یې د پاکستان په خوله کي ورکړ او دغه نخری یې همه جز دی! خو یوه مجاهد هم غیرت ونه کړ چې د دغو ظالمو مشرانو ګریوان ونیسی او د فساد له ګدۍ یې را کښته کړي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب