تاند (دوشنبه، د میزان ۲۸) د ناټو غړیو هیوادونو د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لګښتونو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه د دغو ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
شمالي اتلانتیک تړون ناټو په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د تړون غړیو هیوادونو نن په خپله غونډه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ۲۰۲۱ م کال د ملاتړ لپاره پر خپلو مالي ونډو خبرې وکړې او ټولو په یوه خوله تایید کړه چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي لګښت ورکړي.
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په غونډه کې وویل«د نن ورځې ژمنې پر هغه اعتماد له بیا ټینګار سره مرسته کوي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره زموږ ملاتړ به تر ۲۰۲۰ وروسته هم په قوت دوام کوي. له افغان امنیتي ځواکونو سره نړیوال مالي ملاتړ د افغانستان له امنیت سره زموږ د ژمنې یوه کلیدي ستنه ده. د ۲۰۲۰ د اکتوبر له پنځمې څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له صندوق سره تر ۳ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره ډېره مرسته اعلان شوې ده.»
د افغانستان د ملي اردو (افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواک) د مالي ملاتړ بسپنه (صندوق) په ۲۰۰۷ م کال کې جوړه شوه.
د ناټو غړیو هیوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به د دې بسپنې له لارې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.
ناټو او امریکا هر کال همدومره پیسې د افغانستان د حکومت د لګښتونو او انکشافي پروژو لپاره هم په غاړه اخیستي دي.
په اوسني وخت کې، چې په دوحه کې د سولې خبرې روانې دي د ناټو د ژمنې د اعلان معنا دا ده چې نړیواله ټولنه له دې سره سره چې خپل پوځیان له افغانستانه باسي، دې هیواد ته شا نه اړوي.
د اتیایمې میلادي لسیزې په پای کې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځیانو له وتلو وروسته د وخت له رژیم سره د شوروي او بیا روسیې نه ملاتړ د دې سبب شو چې د افغانستان حکومت پرزي، د کورنۍ جګړې اور بل شي او د هیواد هغه ټول تاسیسات ویجاړ شي چې افغانستان په وروستیو نژدې سلو کلونو کې په ډېره خوارۍ جوړ کړي وو.