څو ورځې کېـږي چې بیا د هلمند او هلمندیانو روح، روان، غوښې او هډوکي د جگړې په اور کې سوځي. دا چې څه شوي او څه کېـږي، یوازې هغه بېدفاع خلک پرې پوهېـږي چې د جگړې په اورنۍ دایره کې راگیر دي. د جگړې موخه معلومه ده، خو مسؤلیت یې ځکه څوک نه مني چې د جگړې ټول ښکېل لوري ځان حق په جانبه گڼي.
«مځکه هغه سوځي، چې اور پرې بل دی.»
یو شمېر خلک بېغمباشه دي، ورته گوري، خو هېڅ هم نه کوي؛ اما یو شمير خلک په هر ځای کې چې وي، سم دم ځان د جگړې په اور کې حاضر گڼي، پر خپل وجود یې لمسوي او په هره لمبه ځان سوځېدلی احساسوي او په هرې مرمۍ باندې ځان سوری گڼي.
د همدې بااحساسو له ډلې نه کوم شاعر د شعر په ژبه د سوي لویي هلمند حال او د وژل شوو، سوځېدلو او ټپي، ټپي شویو هلمندیانو حال بیان کړی دی، داسې چې هر با احساسه افغان یې د خپل زړه غږ گڼي او په اورېدلو او لوستلو سره یې د سترگو انگړ نمجن کېـږي.
په پښتو شعر کې یو وخت د بزم مجلسونه تاوده و، خو دا ډېر کلونه کېـږي چې د رزم ډگر په کې تر اور هم تود شوی دی. څومره چې د جگړې اور ټېـزېـږي، لمبې یې جگېـږي او خلک په کې وریتېـږي؛ هغومره د پښتو رزمي شعر غږ هم اوچتېـږي، غلبلې کوي او اوس دې برید ته رسېدلی دی چې وینې ور نه څاڅي.
دلته چې کوم شعر باندې خبرې کېـږي او درنو لوستونکو ته وړاندې کېـږي، په ریښتیا د اور او وینو شعر دی چې له هربیت او له هر توري نه یې وینې څاڅي او فریادونه ترې جگېـږي.
نن مې د لنډیو د مقالو پر دوه څلوېښتمه برخه باندې کار کاوه او د راټولو کړو لنډیو پر بیا کتنه بوخت وم چې دا لنډۍ مې هم په کې ولیده:
مورې پښتون ته مې ورنکړي
جگړه د بل وي، سر به دی پرې ورکوینه
د پښتون لالا ژوند ته چورت وړی وم چې تر څو به دی د ناپوهۍ په ځنگله کې ورک وي او د نیابتي جگړي له پاره به د خپلو اندامونو نه سونتوکي جوړوي؛ تلیفون مې په یو ځانگړي زېگنال سره ور وبللم، که گورم چې مسنجر کې استاد اعظم سیستاني یو غږیز پیام رالېـږلی دی. ورته تلوسه مې شوه، چې ورغلم گورم چې د بل چا په غږ کې د هلمند د جگړې په باب یو شعر دی. شعر پنځه دقیقې او دیارلس ثانیې و، وامې ورېده، په ريښتا چې وېژړولم. استاد سیستاني ته مې زنگ وواهه، څو شېبې مو پر شعر او جگړې خبرې وکړې، استاد مهرباني وکړه د هغه چا د فیسبوک پته یې راکړه چې دا غږیز پیام یې ده ته استولی و، خوهلته هم ما د شعر لیکلې بڼه ترلاسه نه کړه؛ نو مجبوراً ورته کېناستم او ټول مې ولیکه.
په هغې اودیو کې چې تر ما پورې رارسېدلې ده، همدومره څه په کې وو چې ما ولیکل. په اغلب گومان چې دا شعر د کومې رادیو د خپرونو نه ثبت شوی او په غږېز ډول په ټولنیزو شبکو کې اېښودل شوی دی. د ویونکې له خبرو داسې ښکاري چې نور شعرونه هم د وړاندې کولو له پاره شته چې دوي به یې وړاندې کړي.
د شعر له هر بیت او هر توري نه وینې، درد او اوښکې څاڅي. د شاعر په باب څه نه دي ویل شوي، په مقطع کې د «قیس» لغت راوړل شوی دی، دلته نه شي ویل کېدای چې «قیس» به د شاعر نوم یا تخلص وي که به د مجنون په معنی کارول شوی وي.
په هر صورت ما دومره وکولای شول چې شعر له غږیزې بڼې په لیکنۍ بڼه واړوم، د خپل زړه خبرې او څو جملې ورسره مل کړم او تر لوستونکو پورې یې ورسوم.
خو په شعر کې لیدل کېـږي چې شاعر داسې لوړه روحیه لري چې له دومره اورونو، وینو او مرگونو سره ـ سره، بیا هم نوي ژوند ته امید لري. د شعر دا لنډه برخه ولولئ:
د جـگـړې زور بـه تـمام شي
د هــر چـا بـه ورتـه پـام شي
وچ فـصـلـونه به یې شنه شي
د غـلـې بـه بـیـا گــــودام شي
د بـرېښنا بند به یې جوړ شي
پــرې رڼا بـه تور ماښام شي
هــر وگــړی یـې بـیـا گـوره
چـــې لایـــق د احـتــرام شي
پــه تـعـلـیـم پـسې بــه پـاڅي
ور روان به یې هر قـام شي
د هـلـمـند، د هلمند، د هلـمند
دغه راز د جگړې په سره اور کې هم د شاعر مینه هېره نه ده. پخوا به یو مین خپلې محبوبې ته ویل:
ستا د ښایست گلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنگه زه به کوم یو ټولومه
خو اوس باید ووايي چې:
د بد مرغۍ اړخونه ډېر دي
زړه مې نازک دی، زه به کوم ته وژاړمه
خو دلته شاعر مینه له جگړې، اور او وینو سره غوټه کړې ده. او خپلې ملگرې ته په خطاب کې وايي چې:
ستاسو خــوا تـــــه درنــــږدې دی کلـیوالې
جـنـگ پــر کــومـې عـلاقــې دی کـلیـوالې
لالاگــان بـه دې خــدای وساتـي لــه مـرگه
ژاړه مــه مـرګ پـه وعــدې دی کـلـیـوالې
مرمۍ اوري، خامک مه کوه په سرای کې
کــلي څــنــگ تــه د پـــوستـې دی کلیوالې
پــه اوبـــو پـسـې ونـــوزې لــــه کـــــوره
مـیـن تــــړلـــی پـــه بــمــبــې دی کلیوالې
پــام چې ښار ته ښېـرا ونـــکړې نــــادانې
ستا د قـیس دوی کــور په کې دی کلیوالې
دا هم د شعر بشپـړ متن:
تر دې خپل ولس په ژوند باندې خبر یې که نه؟
بـلا دې واخـلـم پـه هـلـمند باندې خبر یې که نهتـــوره شپـه ده، تــوره شپه ده،
لښکـــرگــــــاه ټـــولــه ړنده ده
گــرشـک ژاړي نـــوزاد سوی
د سـنـــگــیـــنــې جـــنـــازه ده
د دیـشــو یـــــې زنــکــدن دی
خـــواره شـوې یـــې نـــاوه ده
نــاد عـلـی پــه ویـنو سور دی
زاره تــــرکـې یـې مـرجــه ده
کـجـکی یـې پـه غـم ناست دی
په هر کونج کې یې جگـړه ده
د هـلـمـنـد، د هـلمند، د هـلمـند
*****
د زړه ســـوي مـــوسی کــلا ده
د بـــغـــنـي کــمــبـخـت ژړا ده
د واشــــېــــر زاره چــــاودلــې
د بـــغـــــــران د زړه درزا ده
گــــرمسیــــل بـــــلا خـــوړلی
خـانـنـشـیــن تــــه یـې سودا ده
د زړه سوی دی تــریـنه ورکه
ســـولـــه، ســولـــه شالـیـلا ده
موده وشوه پر ځای پروت دی
مـاتـــه کـړې یی نـفـاق ملا ده
د هـــلـمـند، د هـلـمند، د هلمند
*****
ورک په ده کې بد او ښه دي
اې اتــلــه دا څـــه حــال دی
دا اوس څـــــــــــــــــــه دي،
د بــاروتــو تـــور لـوگي یې
پـر شـنـو ونـو را خواره دي
مسـجــدونـــه شـهــیــدان دي
ښوونـځي خــراب پـراته دي
ځي بـل مـلـک ته یې روانې
مـــــرورې یــــې اوبـــه دي
کایـنــــات ټــــولــه خـپه دي
بـېـگــنــاه وگـــړي مـړه دي
د هـلـمـنـد، د هلمند، د هلمند
*****
دا اوس څــــه د غـــم پـېـړۍ ده
پــــه ســلا ورتــــه نـــــــړۍ ده
بُست یـــې وژني پــه مـرمو یې
د تــــاریـــخ پـــاڼــــه سورۍ ده
پـــه لـــېـــوانــــو کې یې گېره
د کــولــتــور خـواره هوسۍ ده
تــرخــیــزي اوږده لــمـــن یـې
اوس زړه ریښکۍ، ریښګۍ ده
لـه سـپـېـرو خـاورو یـې لاندې
نـــن د سر تــاج او پـگـړۍ ده
د هـلـمـنـد، د هـلـمـند، د هلمند
*****
د جـگـړې زور بـه تـمام شي
د هــر چـا بـه ورتـه پـام شي
وچ فـصـلـونه به یې شنه شي
د غـلـې بـه بـیـا گــــودام شي
د بـرېښنا بند به یې جوړ شي
پــرې رڼا بـه تور ماښام شي
هــر وگــړی یـې بـیـا گـوره
چـــې لایـــق د احـتــرام شي
پــه تـعـلـیـم پـسې بــه پـاڅي
ور روان به یې هر قـام شي
د هـلـمـند، د هلمند، د هلـمند
*****
ستاسو خــوا تـــــه در نــــږدې دی کلیوالې
جـنـگ پــر کــومـې عـلاقــې دی کـلیـوالې
لالاگــان بـه دې خــدای وساتـي لــه مـرگه
ژاړه مــه مـرګ پـه وعــدې دی کـلـیـوالې
مرمۍ اوري، خامک مه کوه په سرای کې
کــلی څــنــگ تــه د پـــوستـې دی کلیوالې
پــه اوبـــو پـسـې ونـــوزې لــــه کـــــوره
مـیـن تــــړلـــی پـــه بــمــبــې دی کلیوالې
پــام چې ښار ته ښېـرا ونـــکړې نــــادانې
ستا د قـیس دوی کــور په کې دی کلیوالې