یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد دولت او طالبانو د تماس ډلو یو وار بیا بې نتیجه...

د دولت او طالبانو د تماس ډلو یو وار بیا بې نتیجه غونډه وکړه

تاند(سې شنبه، د میزان ۲۹) د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلو تېره شپه یو وار بیا غونډه وکړه چې پر اختلافي مسلو خبرې وکړي.

د تاند د معلوماتو له مخې، د دواړو خواوو د تماس ډلې په اختلافي مسلو، چې دوی یې دوې (۲) مسلې بولي، هیڅ راز پرمختګ نه دی کړی.

له څه باندې یوې میاشتې راهیسې دواړه خواوې په دې وخت تېروي چې د رسمي خبرو لپاره اجنډا یا کړنلار جوړه کړي.

وسله والو طالبانو د سولې د خبرو د اجنډا پر سر د خپلو غوښتنو د تحمیلولو لپاره په وروستیو کې تر بل هر وخت جګړې تېزې کړي خو داسې نه ښکاري چې کومه خوا دې نرمښت وښيي.

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي غړي وايي چې طالبانو ته یې بېلابېل وړاندیزونه کړي خو هغوی له خپلې هغې خبرې چې په لومړۍ ورځ یې کړې وه، هیڅ شاتګ نه کوي.

د افغانستان د مرکچي پلاوي یوه غړي د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل، د امریکا د ولسمشر پر له پسې ټویټونو او څرګندونو چې ځواکونه تر مهالوېش وړاندې له افغانستانه باسي، طالبان مغروره کړي چې هیڅ وړاندیز ونه مني.

د طالبانو ویندوی محمد نعیم د تېرې شپې د غونډې په اړه وویل « نن ماښام د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي او د مقابل لوري تماس ډلو څو تنو غړیو جلسه درلوده. په جلسه کې د اختلافي مواردو پر حل بحث وشو. د اختلافي مورد حل په هدف به جلسات دوام لري.»

دې ته ورته څرګندونې د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي غړیو کړي دي. خو یوه خوا هم په خپلو خبرو کې د پرمختګ په اړه څه نه وايي.

«نن ماښام د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي او د مقابل لوري تماس ډلو څو تنو غړیو جلسه درلوده. په جلسه کې د اختلافي مواردو پر حل بحث وشو. د اختلافي مورد حل په هدف به جلسات دوام لري.»

ګومان کېږي چې د امریکا تر انتخاباتو پورې به د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ ونه شي.

د امریکا له انتخابات به د متحدو ایالتونو د راتلونکي حکومت ته لاره پرانیزي چې د افغانستان په اړه لا څرګنده پالیسي اعلان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی