چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: امرالله صالح ته د امنیت سپارلو پرېکړه د امنیتي ادارو...

ولسي جرګه: امرالله صالح ته د امنیت سپارلو پرېکړه د امنیتي ادارو په زیان ده

تاند (دوشنبه د میزان ۲۸) وروسته له دې چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د سمون مسؤلیت د څو اونیو لپاره امرالله صالح پر غاړه واخیست، ولسي جرګه دا پرېکړه د امنیتي ادارو په زیان بولي.

په کابل ښار د جنايي جرمونو او وسله والو غلاوو په زیاتېدو سره ولسمشرۍ ماڼۍ پرېکړه وکړه چې ددغه ښار د امنیتي وضعیت د سمون مسؤلیت د څو اونیو لپاره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپاري.

دغه پرېکړه د ولسي جرګې د یو شمېر غړیو له غبرګونونو سره مخامخ شوې او د نن ورځې په عمومي غونډه کې یې د ولسمشر اشرف غني په دې پرېکړه اعتراض کړی دی.

د ولسي جرګې غړي امرالله صالح ته د امنیت سپارلو پرېکړه په اوسنیو شرایطو کې چې د جګړې لمن ورځ تر بلې پراخېږي، د امنيتي ادارو په ګټه نه بولي او وايي دا په دې مانا ده چې حکومت د روان وضعیت د کنټرول وس نه لري.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني وايي، حکومت باید د امنیتي ادارو کمزوري کولو پر ځای د دغو ادارو پیاوړي کولو ته مخه کړي.

بلخوا امرالله صالح چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د سمون مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی نن یې د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره ویلي چې له دې وروسته به د کابل ښار هره کوڅه تر استخباراتي پوښښ لاندې ونیول شي.

هغه په خپله لومړنۍ پرېکړه کې ویلي و چې ټول بې اسنادو موټر او وسایط به ضبط او تر قانوني کېدو وروسته به یې پولیسو یا هم د شهیدانو کورنیو ته په واک کې ورکړي.

6 COMMENTS

  1. هیله من یم چې کمنټ مې ایسته نه شي، یادونه یې ځکه کوم، چې د امرالله خان صالح په تړاو ورځ دوې وړاندي(د ښاغلي ځلاند تر خبر لاندي) انتقادي کمنټ ایسته شو. په نړۍ کې دود دی، څوک چې سیاست کوي، مدلل انتقاد به زغمي.

    د امرالله صالح کړني او کردار څخه د یکتازۍ او دیکتاتورۍ بوی لټیږي. پر کابل ستالیني او «مقاومتي» میتودونه وار دمخه ازمایل شوي دي. تکرار ته یې ضرورت نشته.

    نوموړی تر بل هر ارګ میشتي د جمهوریت د پیروي مدعي دی. جمهور فکره چارواکی هیڅکله د قضایه او مقنینه قواوو له پریکړې پرته، د عوامو د ملکیت په تړاو توره له تیکي نه باسي، په تیره بیا د مصادرې او ضبط حکم نه صادروي.

    د هغه چا په نسبت چې بې اسنادو موټر ګر ځوي، د ټولني او افرادو د مصونیت له زاويي د امرالله کردار زیات خطر ناک ځکه دی چې د اساسي قانون او د ملکیت ساتني حقوقي نورمونه او په نړیواله کچه پیژندل شوې قاعدې تر پښو لاندي کیږي.

    په لا شعوري ډول په ټولنه کې د چور او چپاول اخلاق تغذیه کیږي. کابلیانو د امرالله خان د مرشد شاه مسعود په حکمرانۍ کې د « حکومتي» چور و چپاول خوند څکلی، تکرار یې نه غواړي. صالح امرالله خان ملایکه نه ده او نه هم کوم فوق العاده استعداد لري چې په کابل کې د نا امنیو او ګډوډیو مخه ونیسي.

    سلیم عقل راته وايي چې په اوسني عصر کې د عوام فریبو کسانو په تناسب د سالیم او کارنده امنیتي سیستم اغیز زیات دی. تر څو چې حکومتی سیستم خچ پچ او شخصیت پالونکی وي، کابلیان د ارامۍ ورځ نه شي لیدلای.
    دبې اسنادو وسایطو خوځښت د کابل په جادو او کوڅو کې د همدې کاواک، مفسد او استفاده جو، اداري سیستم زیږنده دی.

    پښتو متل دی:
    څه چې کرې، هغه به ریبې.

    • کابل اوس ستالینی میتود ((داړه ماران ځای پر ځان ووژنی)) ته ضرورت لری ولی چی جامعه مکروبی سوی ده او مکروب باید له بین ولاړسی

  2. هرڅوک چه دامرالله صالیح په کار ناهیلي شه ئ :
    هغوي یاغاصیبین دمځکو دي یا د غیر قانوني تعمیرونو جوړونکي دي ،په هر صورت دوي نه غواړي قانون مند شهر ولري ځکه په ګډوډي کي ګټي دي ۰
    له بله پلوه هرکار مخالیفین او ملاتړي لري دکابل شهریان ئ اکثریت ملاتړ کوي

  3. دغلو آواز دولسی جرګی راووت/ دملت آواز نه اوریدل کیږی دغلو آواز ډیر ژر د ثقیلانو له ستونی غړغړی وکړی . وای ملته چاته مو رایه ورکړیده؟

  4. افغانان امنیت غواړی
    تر پورنه همدی خلکو چغی وهلی چه امنیت نشته حکومت دی امنیت راولی
    اوس همدا خلک د امنیت خلاف دی
    څوک چه انتقاد کوی دوی غله دی عاصبین دی بی اسنادو موتر ګرځوی بی اسناده وسلی ګرځوی په اختطاف کی لاس لری
    په بی امنیتی کی لاس لری اونور
    امرالله صالح د حکومت د دوهم شخص په صفت مسولیت لری چه د خلکو امنیت خوندی کړی
    او پریکړه د حکومت په ځای پریکړه ده د کابل ښاریان یی هر کلی کوی
    غله دی د سپیو په شان غاپی انتقادونه دی کوی امرالله به خپل کار کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب