چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد کوانټم ميخانيک اساسات

د کوانټم ميخانيک اساسات

ليکنه: وصيم الطاف

ژباړه: اقبال جاوېد

موږ انسانان د لويو اجسامو نړۍ تجربه کوو، په يوه ستره تله کې په ستره سطحه او په هغو بعدونو کې چې د کلاسيک ميخانيک قوانين تطبيق کيږي، مثلآ زه کولی شم چې يا د لاهور په قذافي لوبغالي کې واوسم يا په فورټرېس لوبغالي کې، مګر په دواړو ځايونو کې په يو وخت شتون نشم لرلی. يا که زه په بېټ يو توپ ووهم دا به يو مشخص طرف ته وخوځيږي نه مختلفو لوريو ته. د توپ له وهلو وروسته به په هغه بل سټوډيم کی توپ اغيزمن نشي بلکې همدا يو توپ به حرکت وکړي، مګر که موږ له ماليکولونو او اتومونو سره معامله کې وو ايا له همداسې حالت سره به مخ شو؟ ځواب نه دی، ځکه هغه قوانين چې د اتومونو حرکتونه او کړنې اداره کوي د کوانټم ميخانيک تابع دي، زموږ فکرونه په دومره مایکروسکوپيک ډول د حقايقو له تخيل سره نه دي بلد، نو دا ډول مسايل ډېر حيرانونکي تماميږي.

داسې فکر وکړه چی ته يو اتوم يې، په داسې حال کې نو ته کولی شې هم په قذافي او هم په فورټرېس لوبغاليو کې په يو وخت کې واوسې، او که توپ ووهې دا په يو وخت کې هم ویکټ، مخامخ د څلوریزو ليکې، ساتونکي او هم ښي لاس ته ولاړ ساتونکي ته ورتلای شي.

اقبال جاوېد

همدارنګه به په قذافي لوبغالي کې د توپ وهل په فورټرېس لوبغالي کې توپ باندې همدومره اغېزه ولري لکه په قذافي لوبغالي کې په وهل شوي توپ باندې. ډېره حيرانونکي ده! هو ده، مګر دا پورته ذکر شوې تجربې د لسګونو کلونو هڅو پايله ده، کوانټم ميخانيک د تجربوي ثبوتونو د قوي ملاتړ لرونکی دی.

په کلاسيک ميخانيک کې موږ کولی شو، د خپل مدار په شاوخوا کې له حرکت څخه د يوې سيارې سرعت مالوم کړو، هغه وخت هم مالومولی شو چې نوموړی جسم به پکې يوې ټاکلي نقطې ته ورسيږي حتی کولی شو په ډېر دقت سره هغه فاصله چې نوموړې سيارې طی کړې مالومه کړو، مګر ايا په دقت بناء دغه قوانين هغه وخت هم د عملي کيدو وړ دي کله چې يو الکترون پخپل مدار کې د يوه اتوم د هستې چاپيره حرکت کوي؟ نه، موږ کولی شو د يوه الکترون موقعيت اندازه کړو مګر نه شو کولی په همدې وخت کی د هغه انرژي پيدا کړو ځکه د نوموړې انرژي غير ثابته پاتیږي. همدا ډول الکترونونه په بیلا بیلو جلا واحدونو کې انرژي اخلي او بيايې يې مصرفوي، چې په نتيجه کې يې د هستی چاپیره له يوه مدار نه بل ته داسې حرکت کوي چې ترمنځ فاصله کې مېشت نشي.(الکترون داسې خاصيت لري، چې که له دوه‌يم مدار نه څلورم ته ځي نو دی مستقيما څلورم مدار ته ځي او درېيم مدار کې شتون نه پيدا کوي), دې پېښې ته کوانټم ليپ وايي.
داسې وګڼی چې موږ په يو تېز مېچ کې ډېر بالونه شړو دا بالونه به ده‌ته په مختلفو موقعیتونو کې ولويږي، خو که موږ د الکترونونو شړل يوې سطحې ته فرض کړو ايا دا به هم لکه د توپ غونتې وي؟
نه، ځکه

الکترونونه کوچني ذرات دي د څپو په څېر عمل کوي، مګر په ډېره حيرانونکي بڼه، دا څپه کرداره الکترونونه په يوه وخت کې په څو ځايونو کې شتون مومي، چې دې پېښې ته سوپر پوزېشن وايي مګر که په مخصوصو آلاتو کې دا اتومونو وکتل شي بيا فقط يوه ذره وي،

دا د يوې داسې تجربې نچوړ دی چې په الکترونونو ترسره شوې، ددې تجربې پايلو د موازي دنياو او موازي کائناتو نظريې ته لار هواره کړه.

اوس خبره دلته دا ده چې موږ نشو کولی د څپې په حالت کې د يوه الکترون دقيق موقعيت مالوم کړو، مګر کولی شو چې احتمال بنسټه ځای يې وښيو. نتيجه دا ده چې دا به ټول په احتمالاتو بناء وي.
کلاسيک ميخانيک کره او ثابته پايله راباسي او کوانټم ميخانيک بيا احتمال بنسټه. نو نړۍ او کائنات له اتومونو او وړو ذرو څخه جوړ دي چې د کوانټم ميخانيک په واسطه اداره کيږي، نو ويلی شو چې د طبيعت د حقايقو بنسټيزه لټه او ځواب په احتمال او چانس سره کيدای شي نه په کره والي سره.

د کوانټم ميخانيک يوه بله حيرانونکي او جالبه برخه کوانټم انټينګلمنټ( ښکېلتیا ) ده په ساده الفاظو کوانټم ښکېلتیا هغه وخت پيښيږي چې دوه ذرات په داسې ډول سره وتړل شي چې که د د يوه په شکل کې تغير راشي دوه يم په ډېر سرعت سره هماغه ډول تغير خوري حتی که په فاصلو کې يې ډېر توپير هم وي.

دا داسې حالت دی لکه دوه ذرات چې يو په لاهور او بل په لندن کې وي او له يو بل سره بغير له کوم فزيکي څه خبرې وکړي.

اوس وخت د کوانټم ميخانيک عمليې د ټولو الکترونيکي آلاتو لکه د ليزرونو، ترانزيسترونو، د متحد سرکټو ګرځنده تلیفونونه، ډيجيټل کمرو او نورو اساس دی، ساينس‌پوهان په اوس کې نه يوازې په ډېرو تېزو کوانټم کمپيوټرونو باندې کار کوي، بلکه په ټيلي پورټېشن* هم لګيا دي.

دې کې شک نشته چې له کوانټم ميخانيک پرته موږ نولسمې پيړۍ ته ورګرځو، نامتو فزیک‌پوه ريچارډ فينمين وايي چې کوانټم ميخانيک هغه طبيعت چې عام فکر منلی غلط ثابتوي.
*ټيلي پورټېشن، دا د شيانو او انرژی له يوې نقطې بلې ته، هغه فرضي ليږدونه ده، چې اجسام پکې د فزيکي ساحې تر منځ شتون ونه مومي.

2 COMMENTS

  1. نوی فزیک به ډېر زاړه باورونه مات کړي، بیځی نا اشنا کېسې را روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب