دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله: لنډمهاله حکومت د روانې جګړې حل لاره نه ده

عبدالله عبدالله: لنډمهاله حکومت د روانې جګړې حل لاره نه ده

تاند (دوشنبه د میزان ۲۸) د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، لنډمهاله یا انتقالي حکومت نشي کولی په هیواد کې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره لاره هواره کړي.

ښاغلي عبدالله ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د سولې مذاکرات یو حساس پړاو ته رسېدلي، خو د موقت حکومت د جوړولو په اړه یې د افغان حکومت او طالب پلاویو ترمنځ خبرې رد کړي دي.

عبدالله زیاته کړې چې دواړه پلاوي تر اوسه د رسمي مذاکراتو پر تګلاره هوکړې ته نه دي رسېدلي او ټینګار یې کړی چې د جګړې په دوام سره به په دې خبرو کې کوم ځانګړی پرمختګ محسوس نه شي.

هغه له طالبانو غوښتي چې د کامیابو مذاکراتو لپاره نرمښت وښيي او تاوتریخوالی دې کم کړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د افغان سولې لپاره په نسبي ډول سیمه‌ ییزه اجماع رامنځته شوې خو په وینا یې که چېرته دا خبرې له ناکامۍ سره مخامخ شي نو نه یوازې افغانستان او سیمه بلکې ټوله نړۍ به یې لوړه بیه پرې کړي.

ښاغلي عبدالله په افغانستان کې له داعش سره د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ په هکله د ځینې هېوادونو ادعا رد کړې او زیاته کړې یې ده، چې داعش له افغان امنیتي ځواکونو سره د بهرنیو ځواکونو د همکارۍ په نتیجه کې ماتې خوړلې او مشران یې له لاسه ورکړي دي.‌

عبدالله عبدالله په داسې مهال دغه څرګندوې کړي چې تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبان او امریکا د لنډ مهالي حکومت لپاره د احمد شاه دراني پر ټاکلو سلا شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب