چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: هلمند کې د دوو څرخکو د لوېدو پېښه کې ۹...

دفاع وزارت: هلمند کې د دوو څرخکو د لوېدو پېښه کې ۹ کسان وژل شوي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۳) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي هلمند کې د دوو څرخکو د غورځېدو پېښه کې ۹ کسان وژل شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې تېره شپه شاوخوا یوه بجه د افغان پوځ دوه  (MI-17) څرخکې د تخنیکي ستونزې له امله د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې لوېدلې دي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي په دې پېښه کې ۹ کسان وژل شوي او هیلیکوپټر هم له منځه تللي دي.

د چارواکو په وینا چې دا پېښه به وڅېړي او نور معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

تر وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د افغان ځواکونو دې هیلیکوپټرو ټکر کړی او پکې ناست ۱۵ کمنډویان او ۴ پیلوټان وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د هلمند په ناوې، نادعلي او د مرکز لښکرګاه په ځینو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ له تېرو درېیوو ورځو راپدېخوا سختې جګړې روانې دي، چې پکې د درنې مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب