دا منو چې تل پاتې سولې ته رسېدل وخت او قربانیو ته اړتیا لري. خو افغانانو هم قربانې ورکړي او هم یې وخت پوره دی.
د سپټمبر په ۱۲ مه نېټه په قطر کې د افغان حکومت او طالب چارواکو ترمنځ خبرې پیل شوي خو تر دې دمه يې کومه مثــبته پایله نه ده ورکړې. امریـکا سره د طــالبانو له سیــاسي توافــق وروسـته هم په افغانستان کې جــګړه ونه درېده او لا یې زور واخست.
حکومتي چارواکي روانه جګړه یو ډول تعریفوي او طالب لوری یې بل ډول. خو ښکاره خبره داده، چې د دواړو لورو په جګړه عام ولس وژل کیږي.
دا چې امریکا په نږدې شلو کلونو کې په دې ونه توانېده چې په افغانستان کې امینت راولي، نو اوس به څنګه او د کوم پلان په اساس دغه شل کلنه روانه جګړه ختمه کړي.
له شک پرته ولسمشر ټرمپ په دې هڅه کې دی، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د امریکایي ولس پرمخ ښکاره او د پیغور ډکه څپيړه ورکړي.
هغه په دې مانا، چې طالبانو سره شوی تړون او په دوحه کې روان مذاکرات خپل ولس ته د یوي بېلګې په توګه وړاندې کړي تر څو له دې لارې د خلکو رایي ترلاسه کړي.
په نړیواله کچه امریکا د افغان جګړې د ګټولو لپاره له ځان سره کوم واضح تعریف او درېځ نه لري. له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل د ولسمشر ټرمپ واک ته تر رسېدو وړاندې خبره وه، خو اوس یو ځل بیا دغه خبره د ټاکنیزو کمپاینونو ګرمولو لپاره رامخته کوي ترڅو ترې ګټه پورته کوي.
اوسمهال امریکایي لوری په دې لټه کې دی، چې په څه ډول سره په دوحه کې روان مذاکرات وغځوي تر څو د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ټرمپ په ګټه ترسره شي.
اوس امریکا په لوی لاس د افغان سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي. په دوحه کې د افغان او طالب پلاوي تر هرې لیدنې وروسته پاکستان هېواد ته د زلمي خلیلزاد او د ځینو طالب چارواکو سفرونه په څه مانا؟
ښکاره خبره ده، چې د افغان کشالي د ختمېدو په برخه کې تر امریکا ډېر لوی لاس د پاکستان هېواد دی.امریکایي لوری په دې هڅه کې دی، چې د پاکستان په مرسته په دوحه کې روان مذاکرات د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو پورې چې په هر قیمت وي روان وساتې.
د امریکا ترڅنګ د سیمې یو شمېر هېوادونه له لسیزو را په دېخوا په یوه او بله پلمه په افغانستان کې د خپلو ګټو خوندي کولو په خاطر جګړه ګرمه ساتلي ده.
بلخوا بل واکه طالبانو د دې پرځای چې د سولې روانو خبرو سره په هېواد کې تاوتریخوالی را کم کړي، لا یې د جګړې مزې اوږد کړي او میدان یې ګرم ساتلي.
تجربو ثابته کړې ده، چې د زور له لارې په هېڅ صورت سره واک ته څوک نه شي رسېدلی، نو په همدې اساس طالبان هم باید د تاوتریخوالي او وینو تویدنې پرځای اورکم وکړي.
تر ډېره پورې د طالب چارواکو هغه غوښتنې هم پوره شوي کومې چې دوي له افغان حکومت څخه درلودي لکه تر ټولو ستره غوښتنه یې د 5000 زره طالبانو خوشي کول وه، چې هغه هم خوشي شول.
بل لور ته له طالبانو سره د افغان مذاکراتي ټیم په جوړونه کې افغان حکومت په ښکاره توګه توپیري چلند کړی. هغه په دې مانا چې د هېواد څه باندې څلویښت کلنې جګړې د ختمېدو لپاره یې دېرش کلن ځوانان د قومي او یا يې هم د ملګرتیا په اساس په ټیم کې ځای پرځای کړي وه ، چې حتآ د خپل ځان لخوا یې خپلې سرې کرښې هم نه شوای تعریفولی.
د دې ترڅنګ په ارګ یو شمېر نیکتایي داره، ګاواکه او تش په نوم حکومتي چارواکي ناست دي او په دې اساسو شرایطو کې له ځانه د سولې تعریفونه کوي.
ځیني یې دومره په سپین سترګۍ سره د ټلوېزیونونو په پرده باندې د ولس په قربانیو سترګي پټوي چې ته به وایی، ټول هېواد ګل او ګلزار دی.
هغه یوه خبره رایاده شوه؟
“ما خــو ټــول وطـــن جـــوړ کړ ته څـــه بـــلا وهــلی یــــې”
که چېرته په روانه جګړه کې د دوي زامن ووژل شي، له شک پرته د هېواد له هرې نادودي به خبر او په ریښتنې توګه به ولس ته پاملرنه وکړي.
له دوحې څخه کابل ته د ولسمشر غني په راتګ سره د ولس هیلي داوي چې کواکي غني به له ځان سره د سولې، اورکم اود جګړې د ختمېدو پیغامونه راوړي وي. خو برعکس؛ هېواد کې جګړې او نادودو زور واخست.
په قطر کې د سولې روانې خبرې او په هېواد کې روانه جګړه دا په ډاګه کوي چې طالبان د جګړې د ختمېدو او د سولې د راتګ په اړه کوم واضح درېځ نه لري.
د حکومتي چارواکو د ناوړه جګړه یزې پالیسۍ، په دولتي ادارو کې د پراخ ادارې فساد او حق حقدار ته د نه سپارل کېدو له امله په جګړه کې هره ورځ په لسګونو ملي اردو او پولیس وژل کیږي.
د پلازمېنې کابل په ګډون په هېواد کې وسله والې غلاوې، هدفې وژنې او ټوله کې د امنیت نه شتون خلک ډېر بې واره کړي دي. ورځ تربلې په هېواد کې امنیتي وضعیت خرابېږي او له دې سره همهاله د ولس او حکومت ترمنځ بلا واټن رامنځته کیږي.
تمه خو دا وه، چې د سولې روانو خبرو سره به دایمي اوربند او په هېواد کې به جګړه راکمه شي. خو نه اورکم وشو، نه هم د دواړو ډلو ترمنځ شته اختلافونه حل شول او نه هم جګړه ختمه شوه، بلکې اوس عملآ وینو چې خبره برعکس روانه ده.
د سولې په خبرو کې تر هر څه وړاندې لازمه ده، چې یو بل ومنې او خپلې سینې پراخې کړي او د هېواد او مظلوم ولس ګټې او غوښتنې په پام کې ونیسي. د یو او بل په خبرو له غبرګونونو تېر شي او هر څومره چې ژر کیږي په اوربند موتفقه وکړي تر څو په هېواد کې جګړې ختمه او وینه توېدنه بنده شي.
پای
د جنګ د مسؤلیت نه دولت عفو کول د جنګ د دوام معنی لری. که کومه لیاره منل سوی وی او بیا د هغی په ځای د بلی نوی لیاری غوښتنه کیږی او ورسره په استعماری سرو خطو باندی تاکید کیږی هغه د لا بی باوری تله درنوی او د سولی نغوښتلو معنی لری.