چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهبغلان کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کې ۱۶ سرتېري وژل...

بغلان کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کې ۱۶ سرتېري وژل شوي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۳) طالبانو تیره شپه بغلان کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی، چې په پایله کې یې امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د راپورنو له مخې په دې نښته کې ۱۶ افغان سرتېري وژل شوي او له لسو زیات ټپیان دي.

طالبانو د بغلان په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د انتن په نوم پوسته نیولې او لا هم د دواړو لوریو تر منځ نښته روانه ده.

د یادونې ده چې په دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو تر پیل کېدو وروسته په ډيری ولایتونو کې جګړې زور اخیستی چې هره ورځ پکې ښکیلو خواوو ته درنه مرګژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب