چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونههرات کې د نا امنیو له امله د سوداګرو کاري اعتصاب لاهم...

هرات کې د نا امنیو له امله د سوداګرو کاري اعتصاب لاهم دوام لري

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۲۳) د هرات ولایت ځایي سوداګرو او صرافانو د وروستیو نا امنیو په غبرګون کې له تېرو څو ورځو راهیسې کاري اعتصاب کړی.

له یاد ولایت څخه وروستي خپاره شوي راپورونه وایي چې په دغه ښار کې نا امني ډېره شوې او انسان تښتوونکي وخت ناوخت د دغه ولایت سوداګر او یا یې د کورنۍ غړي تښتوي.

سوداګر دغه  راز د وسله والو غلاوو له ډېرېدو شکایت کوي او په همدې غبرګون کې یې خپلې هټۍ هم تړلې دي.

هرات کې د مګړی د زیوراتو پلورونکو او صرافانو کاري اعتصاب کړی دی او وایي تر هغه به ادامه ورکړي چې په دغه ښار کې امنیتي وضعیت ښه شوی نه وي.

د یادونې ده چې یوازې هرات نه بلکې د هېواد په ډیری ښارونو کې وروستیو نا امنیو د خلکو ژوند ته خطرونه جوړ کړي او هره ورځ د وسله والو غلاوو او جنايي جرمونو له امله عام افغانان خپل سکون او ارام له لاسه ورکوي.

https://taand.net/%d9%87%d8%b1%d8%a7%d8%aa-%da%a9%db%90-%d9%be%d9%88%d9%84%db%8c%d8%b3%d9%88-%d8%af-%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%a7%d9%86-%d8%aa%da%9a%d8%aa%d9%88%d9%88%d9%86%da%a9%d9%88-%d9%84%d9%87-%d9%85%d9%86%da%ab%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب