چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهچارواکي: فاریاب کې طالبانو یو پلار او زوی په ډزو وژلي

چارواکي: فاریاب کې طالبانو یو پلار او زوی په ډزو وژلي

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۲۳) د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه د دې ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو د یوې کورنۍ دغه دوه غړي وژلي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش وایي وژل شوي کسان زوی او پلار دي.

نوموړی زیاتوي وژل شوي کسان امنیتي ځواکونو ته د خوراکي موادو د ورکړې په تور په ډزو وژل شوي.

بل لور ته بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې دغه زوی او پلار د حکومتي ځواکونو له لوري  په ډېرې بې رحمۍ وژل شوي دي.

طالبانو په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د نا امنیو پېښې زیاتې شوي چې عام خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب