چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونههلمند کې د افغان پوځ دوه چورلکو ټکر کړی او لوېدلي

هلمند کې د افغان پوځ دوه چورلکو ټکر کړی او لوېدلي

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۲۳) د هلمند ځایي خبریالانو وایي، چې تېره شپه د دې ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د افغان پوځ دوه چورلکې هغه مهال سره ټکر شوي چې، د جګړو ټپیان یې له یوې سیمې بلې ته لېږدول او د پوځ په اکمالاتو بوختې وې.

راپورونه وایي چې دواړو الوتکو تر لوېدو وروسته اور اخیستی دی.

تر اوسه  د تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

خو ځايي خبریالان بیا د نا تایید شویو راپورونو له مخې وایي چې په پېښه کې پنځلس کسان وژل شوي دي.

بل لورته یو شمیر سرچینې وایي چې تېره شپه د لښکرګاه په شاوخوا کې د چاه انجیر په سیمه کې سخته جګړه شوې  او تر سهاره پورې د درنو او سپکو ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

تر دې دمه د تازه نښتو په اړه هم د هلمند ځايي چارواکو څه نه دي ویلي.

هلمند کې له تېرو څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او  وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی