چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونههرات کې پولیسو د انسان تښتوونکو له منګولو یو صراف ژغورلی

هرات کې پولیسو د انسان تښتوونکو له منګولو یو صراف ژغورلی

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۲۳) د هرات پولیسو د انسان تښتوونکو له منګولو هغه صراف راخوشې کړی چې دوه ورځې وړاندې یې تښتولی و.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدلاحد ولي زاده وایي، دغه صراف د ښار اړوند شېرزي کوڅه کې یوه کورکې ساتل کیده.

د ولي زاده په خبره پولیسو له ډېرو هڅو وروسته ځای تشخیص او د راخوشې کیدو لپاره یې عملیات ترسره کړل.

نوموړی وایي د پیښې په تړاو یې ۸ تنه هم نیولي دي او ترې څیړنې روانې دي.

د یادونې ده چې  له دې وړاندې په مزارشریف کې هم انسان تښتوونکو د صرافانو د اتحادیې مشرعبدالقیوم رحیمي تښتولی وو چې له ډېرو اعتراضونو وروسته را خوشې شو.

هغه مهال د افغانستان د صرافیانو سراسري اتحادیې هم په ټول هیواد کې په دې موخه اعتصاب کړی وو.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%b5%d8%b1%d8%a7%d9%81%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d8%a7%d8%b3%d8%b1%d9%8a-%d8%a7%d8%aa%d8%ad%d8%a7%d8%af%db%8c%db%90-%d9%be/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب