سه شنبه, مې 21, 2024
Homeمقالې((عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتي شي))

((عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتي شي))

سید عبیدالله نادر

تیره اونۍ د ننګرهار د شینوارو په ولسوالي کې د موټر بم سخته چاودنه وشوه چې په هغي کې ګڼ شمیر مړه او زخمیان شول د ماشومانو نه کتابونه او بکسی خورې ورې هر خوا پرتی وې ،، نو په جمله کې د یو ابتدائي ښوونځي د وړوکي ماشوم د خپل لاس په خط دا جمله خلکو ته په لاس ورغله چې پرې لیکل شوي وو ،       

عجیبه خلک دي ، سړی ورته حیران پاتي شي )) دې ماشوم به ډیر څه غوښتل چې ویې لیکي، خو اوس یې هم ډیر څه، په دې یوه جمله کې رسولي، خو د دردمنو پرې ډیر زړه خوږ شو ، شاعرانو په همدي جملي پسي وار په واره شعرونه وتړل، او نشر یې کړل، زما په فیسبوک کې چې کوم شاعران راسره ملګري دي، د یو څو کسانو می ولوستل ، سخت پرې ودردیدلم، د له هغوی چې راسره ملګري نه ول، بی خبره پاتي شوم. خو د دي تر څنګ ما هم طبع آزمایي وکړه ، او دا څو کرښې مي د کاغذ په مخ راوستلي، دې ګلالي ماشوم لا هیڅ هم نه وو لیدلي ، خو خپله دي جمله کې یې یو کتاب خبري پریښودی ، په رښتیا هم دوی، مکتبونه وسیځل، په جوماتونو کې انتحاري حملي وشوی، په عامه ځایونو کې چاودنۍ وشوی، په ښارونوکې چاودنې وکړی، په موټرونو او نور ځایونو کې یې بمونه ځای پرخای کړي او چاودنې یې کړي دي، لوی پلونه پلچکونه یې الوزولي، په ګنه ګوڼي ځایونو کي یې چاودنې کړي ،په روعتنونو او اداراتو کې یې انتحاری حملی کړی، او دا د دوی د ترهګریز عملیاتو شمیر تر زرهاوڅخه هم  واوښته 

عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتي شي)

د معـــرفت څخــه چـې لیری، هرانســـــان پاتي شي

داسي مخــلوق به تل په ژوند ، لــکه حیوان پاتي شي

ښکلي سپـــــــیڅلي انســـانان، له مکـــتبونو ، وځـي

زمونږ په برخــه ، تل جـــاهله، انســـانان پاتــي شي

غدۍ چې راشي ،رانه یوســی ، زړه ضمیر خاوندان

له مونږه ښکلي ښکلي ولاړ شي، خودیوان پاتي شي

د فرشتو غوندی څیري مو کړي، د خــــاورو لاندی

ښــکلي تالا شي ، راته ســوټي د ډیران پاتــــــي شي

هغه کارونه کـــــړي ،جــامه کې د مذهــــــب طالبان

چې مکارۍ کې په حیرت ، ورته شیـــطان پاتي شي

سپینو جــامــــو کې خپل ظاهره ، مســلمان جوړوی

((عجیبه خلــک دي سړی ورته حـــیران پاتي شي))

دښـــمن یې زړونو کې، د حورو وسوسې ګډې کړي

دې بی خبرو ته بیا دین ، او نه ایمــان پاتـــــــي شي

په بــمو والوزوی ، زمــــونږه ګلالي مـــاشـــــومان

د بورو میندو ته د غم څیري ، ګریوان پاتــــــي شي

د ټول بدن غړي توټي ، په هــــرې خـــوا وي برتي

له چا ټکری ، له چـا نتکی ، له چا پیزوان پاتي شي

په جومـــــــاتونو ، مکــــتبو او په عــامه ځــایو کې

داسي ځای نشــته ، چې ترې خلک په امان پاتي شي

خدای د برباد کړي ، د خـیرن ضمیر باطن خاوندان

چې نه یې بوټۍ د طالب ، نه پاکــــستان پاتــــي شي

بشردوســـتان د نړۍ ،ټوله دي په دې متـــــــــــــــفق

چې ځمکي سر کې ، هر وګړی  ښه انسان پاتي شي

څه حالت دی بشر دوســــتو ، تاسي یې وینئ که نه؟

څنــګه په اَ من دې حـــالت کې مکتـــبیان پاتي شي؟

چې د جــــاهل په لاس مـــو وژني ،معرفت پتنــګان

مونږ ته به څنګه دې وطن کې هوښــیاران پاتي شي

که واکداران د دي لړۍ ،زیـاتي نور غــــم ونه کړي

د معرفت به دلــــــته څـــنــګه ، لارویان پاتي شـــي

راځئ چـــې وکَرو ، راتلونــکو ته په لارو ګـــــلان

چې نوي نســـل ته وطـــــــن مو ګلســـتان پاتي شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب