شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد دولت او طالبانو د تماس ډلو د غونډو پر دوام سلا...

د دولت او طالبانو د تماس ډلو د غونډو پر دوام سلا وکړه

تاند(سې شنبه، د میزان ۲۲) د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلو له یوه اوږده ځنډه وروسته تېره شپه یو وار بیا سره ولیدل.

دا کتنه وروسته له دې وشوه چې طالبانو د هلمند د مرکز لشکرګاه د نیولو لپاره خپل نهايي زور وازمایه خو راپورونه ښيي چې دا ډله د حملو په پیل کې له څه پرمختګه وروسته نه ده توانېدلې چې پرمختګ وکړي.

په قطر کې د دوو خواوو مرکچیانو په جلا جلا ټویټونو کې کښلي چې تېره شپه یې له یو بل سره کتلي دي.

دوی لیکلي چې په دې کتنه کې یې پر اختلافي موضوعاتو خبرې کړي او دې موافقې ته رسېدلي چې خبرو ته به دوام ورکوي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی محمد نعیم ویلي چې دواړو خواوو منلې چې پر اختلافي مسلو به غونډو ته دوام ورکوي.

د حکومت د پلاوي غړیو هم ویلي چې پر اجنډا د اختلاف په حل کې د خنډ له رامنځته کېدو وروسته امریکا، قطر او نورو هیوادونو د نورو میکانیزمونو وړاندیز کړی څو د خبرو پروسه چټکه شي.

دواړه خواوې وايي چې یوازې پر یوه مورد اختلاف لا هم حل شوی نه دی. دا اختلافي مورد دا دی چې طالبان ټینګار کوي چې د دواړو خواوو د خبرو اساس دې د امریکا او طالبانو د قطر موافقه وي خو د دولت پلاوی وايي چې د امریکا او طالبانو موافقه د افغانستان په دولت پورې تړاو نه لري.

د امریکا او طالبانو د موافقې ځینې برخې پټې دي.

4 COMMENTS

  1. ښه خبره دا ده چی د امریکا او طالب هوکړه له منځه وه ایستل سی، که چیری ریښتونی مسلمانان او افغانان یوو د خبرو اساس د قرآن عظیم الشان او د رسول اکرم ص احادیث او اسلامی احکام سی. آیا اوس چی دا افغانان په خپلو کښی سره وژنی دا جواز لری نه! په هیڅ صورت بعضی اشخاص دعا کوی چی ټرمپ له مرګه بچ او ریس جمور سی. آیا دا خپلی شیلی چی په مسلمانانو ډکوو دا په کوم ځی قرآن کښی راغلی دی. بس نو استخباراتی جنګ دی همسایه دښمن ممالک خوشحالوو او آخرت خرابوو.

  2. غونډی کړل څه مانا دلته جنګ روان دی هره ورځ بې ګناه وګړي وژل کېږي بې کوره کېږي هلته پراته تيار خواره په خبرو جوړ نه راځي.
    سپينه خبره دې وکړي جنګ يا سوله دا مبهم حالت خطرناک دی.
    هر څوک چې شرخوښي، جنګ خوښي او د افغانستان دښمنان وي رب متعال دې نيست او نابود کړي.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

  3. د صلحی د مذاکراتو بنسټ ؟
    د افغانستان جمهوری اسلامی دولت طالب چارواکو ته وایی چه د صلحی د مذاکراتو اساس او بنسټ باید اسلامی فقهه او اسلامی شریعت وی ، خو طالب چارواکی څه وایی ؟ عجیبه منحرفه غوښتنه کوی ؟ طالب چارواکی په قطر کی څه وایی ؟ ” موږ د افغانستان د اسلامی جمهوریت سره اسلامی فقه او شریعت د صلحی د خبرو د اساس په توګه نه منو ، بلکه دامریکایانو سره ددوهی تړون د مذاکراتو د اساس او بنسټ په توګه منو ” !!
    دا د ننګ، شرم او د اسلام نه د بغاوت یو صریح کلام نه دی کوم چه چه طالب چارواکی دهغه اقرار او اصرار کوی ؟ ددی صریح بغاوت په نتیجه کی د طالب چارواکو حیثیت د اسلام د نظره څه دی ؟ اسلامی جید علما دی ژور فکر په وکړی ! لنډه دا چه دغه وضعیت ښیی چه طالب چارواکی لکه څنګه چه د خپل حکومت په دوره کی په حکومت داری نه پوهیدل ، همداسی د مذاکراتو سیاسی اسلامی منطق نه لری ، یوازی ترور او مسلمان وژنه یی زده کړی او بس ، نور هیڅ کمال نه لری .

  4. اوس خو جنګ د افغانانو ترمنځ دی ، نو د امریکا او طالبانو د قطر هوکړې په هغوی پورې اړه لري . کله چې د افغانانو ترمنځ جنجال وي او ستونزې باید د افغاني خواو او اسلامي ، افغاني دود دستور په اساس حل شي .
    امریکاییان به نن یا سبا لاړشي ، خو افغانان به تل پدې هېواد کې وي ، پدې اساس مونږ باید د کلام الله د دې مبارک آیت په اساس چې وایی : أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ عمل وکړو . د افغانستان د خلکو او جغرافیې ساتل ، ملي ګټو ساتل او د راتلونکې جوړول باید په نظر کې ونیسو .

    وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب