جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: د عامه او ملي تاسیساتو تخریب د دښمن پلان شوی...

ولسي جرګه: د عامه او ملي تاسیساتو تخریب د دښمن پلان شوی کار دی

تاند ( سه شنبه، د میزان ۲۲) په هېواد کې د جګړو له شدت سره هم مهاله د ملي شتمنیو او سترو پروژو د تخریب هڅې هم روانې دي.

د ولسي جرګې غړي وایي په دې وروستیو کې په منظمه توګه په هېواد کې د ملي شتمنیو او هغو تاسیساتو د ورانولو لپاره کار کېږي، چې په عامو افغانانو پورې اړه لري.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر قلاتوال زیاتوي، چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ له وسله والو په ملاتړ هڅه کوي په افغانستان کې د سولې پروسه سبوتاژ کړي او تر څنګ یې هغه تاسیسات او عامه پروژې تخریب کړي چې د زرګونه افغانانو ژوند ورپورې تړلی دی.

نوموړي له رسنیو سره په مرکه کې پر دې ورانکاره فعالیتونو د نړیوالې ټولنې چوپتیا هم غندي او په خبره یې افغان حکومت دې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د دغه ډول خطرناکو پلانونو د عملي کېدو مخنیوی وکړي.

ولسي جرګه داسې مهال دا ندېښنه له رسنیو سره شریکوي چې په دې وروستیو کې په لوی لاس سړکونه، لویې لارې او د برېښنا مرکزونه له منځه وړل کېږي.

2 COMMENTS

  1. د طالبانو د رهبرانو څخه چه په قطر ، کویټه ، او پشاور کی د عیش او عشرت ژوند تیروی د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت اوس پوښتنه کوی چه :
    اوس خو طالبانو د ادعا خلاف امریکا هم ومنله چه د طلبانو وروستی حملی ددوهی د تړون خلاف دی . سوال د ملت د پاره دادی چه دا چه په لشکرګاه یی دسته جمعی حمله کړی او د اورکم او اوربند په عوض یی خپلی حملی په افغانستان کی زیاتی کړی ، د هلمند ۴۰۰۰ کورنی یی کډو ته مجبوره کړی او د برق سب سټیشن یی تخریب کړی او انجینران یی د ځانه سره بیولی ، دا کار طالبانو د کومی فقهی په اساس کړی ؟ د حنفی فقه په اساس ؟ دا کار خو د حنفی فقه نه بغاوت دی . د حنفی فقه په کوم ځای کی د عام المنفعه تآسیساتو تخریبول لکه د برق سب سټیشن ، د افغانانو وژل او دکورونو څخه یی شړل یا کوچول جواز لری ؟ دا صریح د اسلامی شریعت نه بغاوت دی .
    دا چه طالبان اوربند نه منی دا دا کومی فقهی په اساس ؟ واقعیت خبره داده چه د طالبانو رهبرانو ته د خپلو جنګیالیو مرګ هم هیڅ ارزش نه لری .په فقه او اسلامی شریعت باور نه لری ، دوی د خپل جهالت او پردیو افغان دښمنه استخباراتو د غلامی په نتیجه کی د افغانستان ، افغانانو او شریعت اسلامی ضد موقف خپل کړی . دا کار به د ملت نفرت د خونخوارو طالبانو څخه آخری حد ته ورسوی او ملت به مجبوره شی چه د ددغسی ظالمو طالبانو په ضد ملی قیام وکړی او ټول ملت به دافغانستان د ملی امنیتی او دفاعی لښکرو په څنګ کی دباغی طالبانو په ضد په کلکه ودریژی ، لکه څنګه چه دغه ملت د چنګیزیانو ، انګلیسانو او شورویانو په مقابل کی دریدلی ؤ . ظالم ، خونخوار او باغی طالبان به ددی لوی بغاوت درنه جزا حتمآ څکی .

  2. د صلحی د مذاکراتو بنسټ ؟
    د افغانستان جمهوری اسلامی دولت طالب چارواکو ته وایی چه د صلحی د مذاکراتو اساس او بنسټ باید اسلامی فقهه او اسلامی شریعت وی ، خو طالب چارواکی څه وایی ؟ عجیبه منحرفه غوښتنه کوی ؟ طالب چارواکی په قطر کی څه وایی ؟ ” موږ د افغانستان د اسلامی جمهوریت سره اسلامی فقه او شریعت د صلحی د خبرو د اساس په توګه نه منو ، بلکه دامریکایانو سره ددوهی تړون د مذاکراتو د اساس او بنسټ په توګه منو ” !!
    دا د ننګ، شرم او د اسلام نه د بغاوت یو صریح کلام نه دی کوم چه چه طالب چارواکی دهغه اقرار او اصرار کوی ؟ ددی صریح بغاوت په نتیجه کی د طالب چارواکو حیثیت د اسلام د نظره څه دی ؟ اسلامی جید علما دی ژور فکر په وکړی ! لنډه دا چه دغه وضعیت ښیی چه طالب چارواکی لکه څنګه چه د خپل حکومت په دوره کی په حکومت داری نه پوهیدل ، همداسی د مذاکراتو سیاسی اسلامی منطق نه لری ، یوازی ترور او مسلمان وژنه یی زده کړی او بس ، نور هیڅ کمال نه لری .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب