جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهامریکا له طالبانوغوښتنې؛ چې پرهلمند تهاجمي بریدونه ودروي

امریکا له طالبانوغوښتنې؛ چې پرهلمند تهاجمي بریدونه ودروي

تاند ( سه شنبه، دمیزان ۲۲) په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن په یوه ټوېټ کې پر لښکرګاه ښار د طالبانو پر وروستیو بریدونو غبرګون ښودلی دی.

نوموړي ویلي طالبان دې ژر تر ژره پر لښکرګاه ښار خپل تهاجمي بریدونه ودروي او د سولې هوکړې ته دې درناوی وکړي.

د ده په خبره په لښکرګاه کې د طالبانو وروستي بریدونه او عملیات د دوحې د هوکړې خلاف دي او له دوی یې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

وېلس زیاتوي  دواړه لوري باید تاوتریخوالی کم کړي، څو ټول اړخونه باوري شي چې د سولې مذاکرات په سم لوري روان دي او د جګړو د پای ته رسېدو سبب ګرځي.

نوموړی داسې مهال له طالبانو د بریدونو د درېدو غوښتنه کوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په هلمند کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند کې وروستیو جګړو په زیات شمېر کورنۍ هم له خپلو سیمو بې ځایه کړي او اوس له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

2 COMMENTS

  1. د طالبانو د رهبرانو څخه چه په قطر ، کویټه ، او پشاور کی د عیش او عشرت ژوند تیروی د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت اوس پوښتنه کوی چه :
    اوس خو طالبانو د ادعا خلاف امریکا هم ومنله چه د طلبانو وروستی حملی ددوهی د تړون خلاف دی . سوال د ملت د پاره دادی چه دا چه په لشکرګاه یی دسته جمعی حمله کړی او د اورکم او اوربند په عوض یی خپلی حملی په افغانستان کی زیاتی کړی ، د هلمند ۴۰۰۰ کورنی یی کډو ته مجبوره کړی او د برق سب سټیشن یی تخریب کړی او انجینران یی د ځانه سره بیولی ، دا کار طالبانو د کومی فقهی په اساس کړی ؟ د حنفی فقه په اساس ؟ دا کار خو د حنفی فقه نه بغاوت دی . د حنفی فقه په کوم ځای کی د عام المنفعه تآسیساتو تخریبول لکه د برق سب سټیشن ، د افغانانو وژل او دکورونو څخه یی شړل یا کوچول جواز لری ؟ دا صریح د اسلامی شریعت نه بغاوت دی .
    دا چه طالبان اوربند نه منی دا دا کومی فقهی په اساس ؟ واقعیت خبره داده چه د طالبانو رهبران په دوهه ، کويټه او پشاور کی د ډالرو سره د عیش او عشرت ژوند تیروی ، حتی د خپلو جنګیالیو مرګ هم ورته ارزش نه لری .په فقه او اسلامی شریعت باور نه لری ، دوی د خپل جهالت او پردیو افغان دښمنه استخباراتو د غلامی په نتیجه کی د افغانستان ، افغانانو او شریعت اسلامی ضد موقف خپل کړی . دا کار به د ملت نفرت د خونخوارو طالبانو څخه آخری حد ته ورسوی او ملت به مجبوره شی چه د ددغسی ظالمو طالبانو په ضد ملی قیام وکړی او ټول ملت به دافغانستان د ملی امنیتی او دفاعی لښکرو په څنګ کی دباغی طالبانو په ضد په کلکه ودریژی ، لکه څنګه چه دغه ملت د چنګیزیانو ، انګلیسانو او شورویانو په مقابل کی دریدلی ؤ . ظالم ، خونخوار او باغی طالبان به ددی لوی بغاوت درنه جزا حتمآ څکی .

  2. د صلحی د مذاکراتو بنسټ ؟
    د افغانستان جمهوری اسلامی دولت طالب چارواکو ته وایی چه د صلحی د مذاکراتو اساس او بنسټ باید اسلامی فقهه او اسلامی شریعت وی ، خو طالب چارواکی څه وایی ؟ عجیبه منحرفه غوښتنه کوی ؟ طالب چارواکی په قطر کی څه وایی ؟ ” موږ د افغانستان د اسلامی جمهوریت سره اسلامی فقه او شریعت د صلحی د خبرو د اساس په توګه نه منو ، بلکه دامریکایانو سره ددوهی تړون د مذاکراتو د اساس او بنسټ په توګه منو ” !!
    دا د ننګ، شرم او د اسلام نه د بغاوت یو صریح کلام نه دی کوم چه چه طالب چارواکی دهغه اقرار او اصرار کوی ؟ ددی صریح بغاوت په نتیجه کی د طالب چارواکو حیثیت د اسلام د نظره څه دی ؟ اسلامی جید علما دی ژور فکر په وکړی ! لنډه دا چه دغه وضعیت ښیی چه طالب چارواکی لکه څنګه چه د خپل حکومت په دوره کی په حکومت داری نه پوهیدل ، همداسی د مذاکراتو سیاسی اسلامی منطق نه لری ، یوازی ترور او مسلمان وژنه یی زده کړی او بس ، نورهیڅ کمال نه لری .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب