جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد پکتیا اوسېدونکي ښوونځیو ته د ودانیو له نشتونه شکایت لري

د پکتیا اوسېدونکي ښوونځیو ته د ودانیو له نشتونه شکایت لري

تاند ( سه شنبه، د میزان ۲۲) د پکتیا ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ښوونځيو لپاره د ودانیو له نشتوالي شکایت کوي.

دوی وایي، زده کوونکي په دغه ولایت کې د زده کړو لپاره مناسب چاپیریال نه لري او ډېری یې تر سره لمر او یا هم باد او باران لاندې پر زده کړو بوخت دي.

په ورته مهال د دغه ولایت قومي مخور او ځوانان وایي، د کلیو او پراختیا وزارت ورسره په دغه ولایت کې د ښوونځیو لپاره د ۱۰۳ ودانیو جوړولو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه یې عملي کار نه دی پیل شوی.

ځایي خلک زیاتوي ، که حکومت کړې نورې ژمنې نه شي عملي کولی د ښوونځیو لپاره ودانۍ باید هر څه ژر جوړې کړي.

بل لورته د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسولان وایي دوی هڅه کوي څو په دې ولایت کې په دې برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د یادونې ده چې یواځې د پکتیکا اوسېدونکي نه دي چې ښوونځیو ته د ودانیو له نشتون نه شکایتونه لري، بلکې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم خلک په دې برخه کې شکایتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...