تاند (سه شنبه د میزان ۲۲) ولسمشر اشرف غني وايي، په څو ساعتونو کې د هلمند امنیتي وضعیت ته رسېدنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ ظرفیت ښودنه کوي.
د ارګ په بیان کې راغلي چې نوموړي نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې د امنیتي ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا کنفرانس ته په وینا کې داڅرګندونې کړي او د هغوی دوامداره قربانۍ یې ستایلي دي.
د هغه په خبره ټول افغانان د خپلواکۍ ساتلو لپاره قانونمند نظام ته اړتیا لري او دغه نظام د قوې په مشروع استعمال ساتل کېږي.
ښاغلي غني امنیتي ځواکونو ته خطاب کې ویلي، چې له بې ځایه لګښتونو باید مخنیوی وشي او منابع باید د جګړې په لومړۍ کرښه متمرکزې شي.
په دې غونډه کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد مالکان بللي او په وخت سره د بریدونو د دفع کولو له امله یې د هغوی ظرفیتونه ستایلي دي.
دا څرګندونې په داسې مهال شوي چې په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نن هم درنه جګړه روانه ده چې له امله یې د درنې مرګژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي او له ۴ زره نه زیاتې کورنۍ بې کوره شوي دي.
د طالبانو د رهبرانو څخه چه په قطر ، کویټه ، او پشاور کی د عیش او عشرت ژوند تیروی د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت اوس پوښتنه کوی چه :
اوس خو طالبانو د ادعا خلاف امریکا هم ومنله چه د طلبانو وروستی حملی ددوهی د تړون خلاف دی . سوال د ملت د پاره دادی چه دا چه په لشکرګاه یی دسته جمعی حمله کړی او د اورکم او اوربند په عوض یی خپلی حملی په افغانستان کی زیاتی کړی ، د هلمند ۴۰۰۰ کورنی یی کډو ته مجبوره کړی او د برق سب سټیشن یی تخریب کړی او انجینران یی د ځانه سره بیولی ، دا کار طالبانو د کومی فقهی په اساس کړی ؟ د حنفی فقه په اساس ؟ دا کار خو د حنفی فقه نه بغاوت دی . د حنفی فقه په کوم ځای کی د عام المنفعه تآسیساتو تخریبول لکه د برق سب سټیشن ، د افغانانو وژل او دکورونو څخه یی شړل یا کوچول جواز لری ؟ دا صریح د اسلامی شریعت نه بغاوت دی .
دا چه طالبان اوربند نه منی دا دا کومی فقهی په اساس ؟ واقعیت خبره داده چه د طالبانو رهبرانو ته د خپلو جنګیالیو مرګ هم هیڅ ارزش نه لری .په فقه او اسلامی شریعت باور نه لری ، دوی د خپل جهالت او پردیو افغان دښمنه استخباراتو د غلامی په نتیجه کی د افغانستان ، افغانانو او شریعت اسلامی ضد موقف خپل کړی . دا کار به د ملت نفرت د خونخوارو طالبانو څخه آخری حد ته ورسوی او ملت به مجبوره شی چه د ددغسی ظالمو طالبانو په ضد ملی قیام وکړی او ټول ملت به دافغانستان د ملی امنیتی او دفاعی لښکرو په څنګ کی دباغی طالبانو په ضد په کلکه ودریژی ، لکه څنګه چه دغه ملت د چنګیزیانو ، انګلیسانو او شورویانو په مقابل کی دریدلی ؤ . ظالم ، خونخوار او باغی طالبان به ددی لوی بغاوت درنه جزا حتمآ څکی .
د صلحی د مذاکراتو بنسټ ؟
د افغانستان جمهوری اسلامی دولت طالب چارواکو ته وایی چه د صلحی د مذاکراتو اساس او بنسټ باید اسلامی فقهه او اسلامی شریعت وی ، خو طالب چارواکی څه وایی ؟ عجیبه منحرفه غوښتنه کوی ؟ طالب چارواکی په قطر کی څه وایی ؟ ” موږ د افغانستان د اسلامی جمهوریت سره اسلامی فقه او شریعت د صلحی د خبرو د اساس په توګه نه منو ، بلکه دامریکایانو سره ددوهی تړون د مذاکراتو د اساس او بنسټ په توګه منو ” !!
دا د ننګ، شرم او د اسلام نه د بغاوت یو صریح کلام نه دی کوم چه چه طالب چارواکی دهغه اقرار او اصرار کوی ؟ ددی صریح بغاوت په نتیجه کی د طالب چارواکو حیثیت د اسلام د نظره څه دی ؟ اسلامی جید علما دی ژور فکر په وکړی ! لنډه دا چه دغه وضعیت ښیی چه طالب چارواکی لکه څنګه چه د خپل حکومت په دوره کی په حکومت داری نه پوهیدل ، همداسی د مذاکراتو سیاسی اسلامی منطق نه لری ، یوازی ترور او مسلمان وژنه یی زده کړی او بس ، نور کمال نه لری .