جمعه, مې 17, 2024
Homeکلتورپه جرمني کې دری پیړۍ پخوانی کتابتون

په جرمني کې دری پیړۍ پخوانی کتابتون

ژباړه او لنډون: علم ګل سحر

د جرمني په وایمار ښار کې د آنا آملیا (Anna Amalia) کتابتون په جوړیدو کابو دری پیړۍ تیریږي. میرمن آنا آملیا  ۱۷ کاله د وایمار واکمنه وه او وایمار ته یې زیات خدمتونه وکړل د دغې خدمتګارې میرمنې له مهمو او ځلاندو خدمتونو څخه یو هم د وایمار ښار په زړه کې د کتابتون جوړول و، اوس په دې کتابتون کې د آلمان د تاریخ او ادبیاتو په اړه مهم کتابونه او سندونه ځای پر ځای شوي چې د تاریخي ارزښت او جذابیت له امله هر کال ډیر شمیر سیلانیان ورځي او له ۱۹۹۸ کال راهیسي د یونسکو د نړیوالو میراثونو په نیولیک کې ثبت شوی دی.

په وایمار د میرمن آنا آملیا د حکومت په وخت کې کتابتون په دربار کې و او هر چا نه شوای کولای له دې کتابتونه ګټه واخلي، خو میرمن آنا آملیا په همدې خاطر د ښار په مرکز کې کتابتون جوړ کړ او د دربار دیرش زره کتابونه یې د وایمار په مرکز کې شنې ماڼۍ ته ولیږدول.

وروسته د دې زوی کارل آګوست د حکومت واګې په لاس کې واخیستې او میرمن آنا آملیا سوکه سوکه په سیاسي، اداري او آن فرهنګي چارو کې له ګډون څخه بې برخې شوه خو له دې سره سره په وایمار کې د هغې کتابخانه پراخه شوه.په ۱۷۹۷ کې کارل اګوست د کتابتون چارې دوو جرمني شاعرانو کریستین گوتلوب فون فویگت او یوهان ولفگانگ فون گویته ته وسپارلې، گویته او فویگنت د کتابتون لپاره نوی سیستم جوړ کړ او د کتابونو او د کتابتون د غړو فهرست یې رامنځ ته کړ. دغه راز د ګویته د هڅو په پایله کې د کتابتون وداني په ۱۸۰۳ او ۱۸۰۵ کلونو کې پراخه شوه. له دې یوه پیړۍ وروسته د آنا آملیا کتابتون د تورینګین د دولتي کتابتون په نوم یاد شو، هغه وخت چې موږ نوې د خپل هیواد خپلواکي ګټله په دې کتابتون کې څلور سوه زره کتابونه او مجلې موجودې وې او مسوولین یې  لګیا وو د کتابتون لپاره یې نور زیات کتابونه رانیول. خو لکه زموږ په هیواد کې چې کودتایي رژیمونو او جګړې ډیر څه ګډوډ کړل په جرمني کې هم د نازیانو د واکمني په راتلو سره آن کتابتون هم سیاسي شو، هغه وخت د دې کتابتون مسوولینو ته امر وشو چې د یهودیانو اړوند کتابونه او سندونه دې نه ساتي او نه دې یې ثبتوي. او په کتابتون کې یوازې د نازیانو د توجه او علاقې وړ کتابونه او اسناد ثبتیدل. وروسته د دوهمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د دې کتابتون زیات شمیر کتابونه او اسناد امن ځای ته ولیږدول شول او ډیره ارزښتمنه برخه یې وساتل شوه. د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو وروسته د وایمار کتابتون بیرته خپل پخواني حالت ته را وګرځید. په ۱۹۶۹ کال کې د ګویته زیات اثار، د شیلر او نیچه شخصي کتابتونونه د وایمار کتابتونه ته ورکړل شول. په دې وخت کې د وایمار ښار کتابتون ۷۵۰ زره کتابونه لرل چې د ۱۷۵۰ تر ۱۸۵۰ کلونو اړوند وو او په آلمان د کلاسیکو ادبیاتو د مطالعې او څیړنې تر ټولو مهمه مرجع بلل کیده.

د لویدیځ او ختیځ المانونو له یووالي وروسته په ۱۹۹۱ کال کې دغه کتابتون بیرته د شهزادګۍ آنا آملیا په نوم ونومول شو او د جرمني د تاریخ او ادبیاتو په برخه کې د یوه معتبر کتابتون په نوم یې فعالیت پیل کړ. څو کاله وروسته په ۲۰۰۴ کال کې دغه کتابتون د یوې سترې اورلګیدنې په پایله کې زیانمن شو، په دې اورلګیدنه کې د دې کتابتون کابو پنځوس زره نایابه کتابونه او خطي نسخې او ۳۷ تابلوګانې وسوځیدې او دوه شپیته زره نور کتابونه چې ډیر زیان ورته رسیدلی و د لایپزیک ښار د کتاب ساتلو مرکز ته ولیږدول شول خو دا فرهنګي مرکز یومخ بند نه شو له دری کلونو وروسته د ۲۰۰۷ کال د اکتوبر په ۲۴ نیټه یې بیرته دروازې د مینه والو په مخ پرانیستل شوې اوس آنا آملیا کتابتون د آلمان د تاریخ او ادبیاتو په برخه کې نهه سوه زره کتابونه لري، چې لیدلو ته یې هر کال د څیړونکو، لیکوالو او د تاریخ او ادبیاتو مینه والو ډلې ورځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب