یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د حملو په وړاندې د امریکا د پوځ خبرداری؛ د...

د طالبانو د حملو په وړاندې د امریکا د پوځ خبرداری؛ د ځواکونو وتل مو مشروط دي

تاند(سې شنبه، د میزان ۲۲) وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر وویل، تر کرسمیس پورې به له افغانستانه ټول پوځیان وباسي، د دغه هیواد د ټولو وسله والو ځواکونو ګډ لوی درستیز وویل، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل مشروط دي.

جنرال مارک میلي سي بي ایس نیوز ته په مرکه کې وویل «دلته اساسي خبره دا ده چې موږ هڅه کوو جګړه په مسوولانه ډول او د ارادې له مخې پای ته ورسوو، او دا کار د هغو شرطونو پر اساس کوو چې په افغانستان کې د امریکا حیاتي ملي – امنیتي ګټې تضمینوي.»

https://taand.net/%d9%be%db%8c%d9%86%d8%aa%d8%a7%da%ab%d9%88%d9%86-%d8%af-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%b3%d8%aa%d9%84%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%93%d9%87-%d8%af-%d9%88%d9%84%d8%b3/

جنرال میلي وویل، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر د فبرورۍ د موافقې پر اساس مخکې لا له ۱۲ زرو څخه کم کړای شوی دی. د دې موافقې پر اساس پکار ده چې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي او تشدد کم کړي.

ده تاکید وکاوه «په دې تل سلا ده. د ولسمشر له پرېکړې سره سم د ځواکونو ایستل مشروط دي.»

د امریکا لوی درستیز دا هم وویل چې په افغانستان کې د څو کاله پخوا په پرتله جګړه ورو شوې خو په وروستیو څلور یا پنځو میاشتو کې خورا ډېره شوې ده.

دا هغه موده ده چې امریکا له طالبانو سره په قطر کې موافقه لاسلیک کړې او په ترڅ کې یې ژمنه کړې چې تاوتریخوالی به کموي.

د دوحې د موافقې له مخې، امریکا باید تر نوومبر پورې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۴۵۰۰ ته رالږ کړي.

خو تېره اوونۍ ولسمشر ټرمپ وویل چې تر کرسمیس پورې به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر ۲۵۰۰ پورې لږ کړي.

د ټرمپ دا خبره د امریکا هیڅ پوځي چارواکي تایید او رد نه کړه.

https://taand.net/160748-2/

سي بي ایس وايي، د طالبانو په ژمنو کې یوه دا هم وه چې پر ښارونو به بریدونه نه کوي خو په وروستیو ورځو کې دې ډلې د هلمند ولایت پر مرکز پراخ بریدونه پیل کړي چې له کبله یې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي او سلګونه تنه وژل شوي دي. د طالبانو له لوري بریدونه د امریکا پوځ د قطر د ژمنو خلاف بولي او ځکه په دې ټینګار کوي چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو وتل مشروط دي.

1 COMMENT

  1. ټول افغان ولس ته معلومه او ښکاره ده چی ښاغلی خلیلزاده چی امریکا ګټو لپاره کار کوی څه موده وړاندی پاکستان ته له سکاټ ملر سره یوځای لاړ او همدارنګه دوه ورځی تر مخه د پآکستان استخباراتو مسول قطر ته لاړ او هلته یی له خلیلزاد سره وکتل چی لدی کتنی وروسته د هلمند او د نورو ولایتونو کی ګڼی جګړی شروع شوی مګر یو میاشت یا دوه میاشت مخکی امرالله صالح له طلوع نیوز سره وویل چی افغانستان د امریکا لپاره د ګډو ګټو پخاطر ستراتیژیک نقطه ده او دوی د خپلو ګټو لپاره داسی په لاس ورغلی نقطه په آسانه له لاسه ورکړی او د ټرمپ خبری یو کمپاینی خبری دی مګر اوس پاکستان غواړی د دولت او طالبانو ترمینځ لاس ته راغلی د ورور ولی فضا په دښمنی واړوی ځکه لومړی ځل ده چی طالبان له افغان پلاوی سره مخامخی ناستی کوی او د آینده په اړه ورسره خبری کوی

    کچیری طالبان د افغان ولس له وینی تویونی لاس وانخلی نو د ربانی او ګلبدین په څیر د ولس په مینځ بد نوم او تصویر نړی ته خپل کړی ځکه دوی اوسنی جګړه د قدرت لپاره ده او ټولو اسلامی نړی د طالبانو دا ډول بریدونه له اسلامی ارشاداتو سره په ټکر کی ګڼی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب