یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد بشر حقونو د څار بنسټ په افغانستان کې د بکارت پردې...

د بشر حقونو د څار بنسټ په افغانستان کې د بکارت پردې د معایناتو بندېدو غوښتنه وکړه

تاند (سه شنبه د میزان ۲۲) د بشر حقونو د څار بنسټ په افغانستان کې د بکارت پردې د معایناتو بندېدو غوښتنه وکړه او دا کار یې یو غیر علمي، سپک او شرموونکی عمل یاد کړ.

دغه بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ولسمشر غني غوښتي چې د یوه فرمان په صادرولو سره د نجونو د بکارت ازموینه د تل لپاره بنده کړي.

دې ادارې د بکارت پردې معاینات بې موخې او بې رحمه عمل بللی او ویلي یې دي، داسې قانون په افغانستان کې نشته چې دې کار ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي.

تر دې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون په یوه څېړنیز راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د ښځې او صلاحيت لرونکې محکمې له حکم پرته د بکارت پردې معاينات ترسره کېږي.

د بشر حقونو د څار بنسټ زیاته کړې، د بکارت ازمايښت بايد په هر ډول حالت کې ونه ‌شي، ځکه چې علمي نه دی او کېدای شي جنسي تېری وشمېرل شي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون د تېرې يکشنبې په ورځ د یوه څېړنیز راپور په خپرولو سره چې د نسايي اجباري معیاناتو په اړه و وویل، دوی په ۱۳ ولایتونو کې له ۱۲۹ مېرمنو سره مرکې کړي او يوازې يوې يې ويلي چې د دې د بکارت معاينات د صلاحيت لرونکې محکمې د حکم پر اساس شوي دي.

ددې څېړنې پر بنسټ چې ۹۲.۳ سلنه د بکارت معاينات د ښځې او صلاحيت لرونکې محکمې له حکم پرته تر سره شوي دي.

د بشر حقونو کميسيون د راپور له مخې د بکارت معاينات او هغه معاينات چې د جنسي تېري د اثبات لکه د زنا او لواطت لپاره تر سره کېږي، اوس هم دوام لري.

2 COMMENTS

  1. په دې تېره مياشت کې دا څلورم که پنڅم ځل دی چې د بشر د حقوقو د څار ډله د بکارت په هکله خبرونه نشروي. خدای مو خوار نه کړه له بکارت سره. په هغه ځای کې خلک اسانیت نه پېژني او د انسان مفهوم ورته ارزښت نه لري، تاسو هره ورځ باجه خانې پسې را اخستې ده. نړیوالو ته اواز پورته کړی چې دا لومړی دا افغان وژنه بنده شي. د پاکستان او ایران خلاف د ملګرو ملتونو په شورا کې غږ پورته کړي او د افغانانو حقوق ترې وغواړئ. په ملګرو ملتونو د شورا مخې ته د سولیزو مضاهرو تابیه وکړئ چې لومړی دا نسل وژنه بنده شي او خلک انسانیت وپېژني، دلته زمونږ خوندې او میندې له زرګونو معتبرو انساني حقوقو بې برخې دي چې تر بکارت ډېر لومړیتوب لري. بکارت شاید ډېر کمې قضیې ولري. یو ځل چې دا لوی مسایل حل شي دا واړه مسایل خپله حلېږي. خو تاسې چې سهار له خوبه پاڅېږی تر ماښامه په باجه خانه اخته یاست لکه چې یوازې د همدې کار د څار مسوولیت درکړ شوی دی. خدای مو خوار نه ګړه. بخښنه غواړم

  2. والله که خو امریکایان په دې خلکو ملامت کړم. هغه وخت چې په افغانستان کې امریکایان نه ول دا ځناور هغه وخت هم د افغانانو وینې چښلې. د مجاهدینو او طالب دلال د حکومت په وخت کې خو يو امریکایې هم په افغانستان کې نه و. خو دا بېريشانو او دلالانو افغانستان خاورو سره خاورې کړ. امریکا والله که هيڅ ملامت وي. که سبا امریکا له افغانستانه ووت بیا به حال وګورئ. چور، چپاول، غلا او کوڅه په کوڅه به بیا د مسعودیانو او حکمتیارانو بزکشيګانې وي. خدای دی پر دې ملت ورحمېږي. تر څو چې دا حرمونی په نامه ملایان وی والله که دا ملت ارام کړئ. يو اتاترک ته ضرورت دی چې دا ګندګي پاکه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب