شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد پیسو نړیوال صندوق: د سږ کال جګړو د افغانستان اقتصادي وده...

د پیسو نړیوال صندوق: د سږ کال جګړو د افغانستان اقتصادي وده منفي څلور ته رسولې

تاند (سه شنبه د میزان ۲۲) د پیسو نړیوال صندوق په خپل تازه راپور کې د افغانستان وروستي اقتصادي وضیعت ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې د بېلا بېلو دلایلو له مخې، سږ کال د دغه هېواد اقتصادي وده منفي څلور وه.

ددې ادارې د راپور له مخې، د جګړې په ګډون یو شمېر نور دلایل ددې باعث شوي چې د دغه هېواد اقتصاد یې له پرمختګ غورځولی او نور هم خراب شوی دی.

خو ددې بنسټ د معلوماتو له مخې راتلونکي کال کې به د افغانستان اقتصادي وده څلور سلنه لوړه شي او په اقتصادي برخه کې به له ۲۰۱۳ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره دا هېواد پرمختګ تجربه کړي.

د یادونې وده ده چې یاد صندوق د افغانستان د تورم کچه تر راتلونکي ۲۰۲۱ کال پورې ۴.۸ تخمین کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب