یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهعبدالرحمن شیداني له طالبانو سره د هغه د یو ځای کېدو ادعا...

عبدالرحمن شیداني له طالبانو سره د هغه د یو ځای کېدو ادعا رد کړه

تاند (سه شنبه د میزان ۲۲) په ولسي جرګه کې د بامیان د خلکو پخواني استازي عبدالرحمن شیداني هغه ادعا رد کړه چې ګوندې هغه دې له طالبانو سره یو ځای شوی وي.

د ښاغلي شیداني په خبره چې نوموړی قطر ته نه بلکې دوبۍ ته د درملنې لپاره تللی دی.

تر دې وړاندې د بامیانو والي ویلي وو، چې په ولسي جرګه کې ددغه ولایت پخوانی غړی عبدالرحمن شیداني له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوی دی.

د بامیانو والي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته په یوه استول شوي مکتوب کې د شیداني په اړه معلومات ورکړي او په دې اړه یې د مرکزي حکومت د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د هغه په وینا چې شیداني له طالبانو سره تر یو ځای کېدو وروسته دوحې ته تللی دی، خو دا ټولې ادعاوې عبدالرحمن شیداني رد کړي او په خبره یې چې قطر ته نه بلکې دوبۍ ته د خپلې درملنې لپاره تللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب