جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د حملو په نتیجه کې تر څلورنیم زره ډېرې کورنۍ...

د طالبانو د حملو په نتیجه کې تر څلورنیم زره ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۱) د طالبانو د حملو په نتیجه کې په هلمند ولایت کې تر ۴۵۰۰ ډېرې کورنۍ مجبوره شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او په نورو سیمو کې سرګردانه شي.

د هلمند ولایت چارواکي او مرستندویان وايي چې د طالبانو د وړمې شپې د حملو په نتیجه کې د باباجاجي (د لشکرګاه څلورمه ناحیه)، نادعلي او ناوې ولسوالۍ تر څلور نیم زره ډېرې کورنۍ مجبوره شوي چې لشکرګاه ته پناه یوسي.

ویل کېږي چې یو شمېر نورې کورنۍ ممکن د هلمند ولایت نورو سیمو ته تللې وي.

بې ځایه شوې کورنۍ، چې اکثره غړي یې ماشومان، ښځې او بوډاګان دي، نه سرپناه لري او نه خوراکي مواد.

د لشکرګاه اوسېدونکي وايي چې بې ځایه شوي خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري او تر شنه اسمان لاندې شپه تېروي.

طالبانو پرون وویل چې د هلمند ولایت باباجي او په نادعلي او ناوه ولسوالیو کې یې یو شمېر سیمې نیولي دي.

https://taand.net/%d9%be%d9%87-%d9%87%d9%84%d9%85%d9%86%d8%af-%da%a9%db%90-%d8%b3%d8%ae%d8%aa%d9%87-%d8%ac%da%ab%da%93%d9%87-%d9%84%d8%a7-%d9%87%d9%85-%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%d9%87-%d8%af%d9%87/

تېره شپه افغان امنیتي خواکونو د باباجي او نورو سیمو د بېرته نیولو لپاره هوايي او مځکني عملیات پیل کړل.

لومړني راپورونه وايي چې په دې بریدونو کې طالبانو ته سختې مرګ ژوبلې اوښتي دي خو د مرګ ژوبلو کره شمېر څوک نه شي معلومولی ځکه چې هم پر مځکه سخته جګړه روانه ده او هم افغان هوايي ځواک او هم امریکايی الوتکې بمباري کوي.

ویل کېږي چې د خلکو ډېر کورونه په جګړه کې نړېدلي دي. افغان ځواکونه وايي، مجبوره دي چې پر هغو کورونو ډزې وکړي چې استوګنو یې نورو سیمو ته پناه وړې او طالبان ورڅخه د سنګر په توګه کار اخلي.

3 COMMENTS

  1. د تیرو دوو لسیزو را هیسی د هلمند ولس د طالیبانو د جګړو له لاسه ډیر و ٔځوریدل ۰
    اوس هم له یوی خوا د ‍ژمی یخنی د شروع کیدو وخت دی۰
    له بل طرفه د اکثرو خلکو اقتصادی وضع خرابه ده۰نو طالیبه ددی ولس د ځوریدو مسوول
    تاسی یاست/لعنت ستا په پشتونولی شه دا هو پښتانه تا برباد کړل چه بادار دی خوښ شی۰
    هو یو ځل بیا د نورزو قوم مشرانو او ځوانانو نه هیله ده چه د وطن دابادی او ارامی په هکله
    لږ فکر وکړی چه هلمند یان د جنګ مخه و نه نیسی تل به کډی کوی او وژل کیږی به۰
    نورزی باید یوه عمومی جرګه جوړه کړی او د دولت ملاتړ وکړی مننه

  2. ټالبه خاڼه!
    دغه جګړه او د خلکو آزارول په کوم کتاب باندې روا بولې؟
    تاسو خو وعده کړې وه چې موږ به په ښارونو حملې نه کوو، دا څه دي؟
    په ټوله کې افغان وژنې ته کومه فتوا لرې؟
    که افغانستان خپل هېواد بولې بیا ولې د ډیورڼد لاین او د پاکستانیانو د راکټونو مخالفت ولې نه کوې؟
    ته چې وایې د کابل اداره، ستاسو ادارې چېرته دي؟
    په ګوټه،مرامشا او پېښور کې شورا ګانې نه لرۍ؟
    ملت ته به څنګه ځواب ورکوی؟

  3. هغه دلالان چې له خدای او رسوله منکر وي هغوی د خلکو څه غمه لري. یوازې چې د طالب دلال د مور مړه او د طالب نا خلاف پلار یعنی ای اس ای خوشحاله وی، دوی بل هیڅ هدف او مرام نه لري. په پلار او مور مو لعنت چې داسې چټل او ګنده اولاد یې نړۍ ته راوړی. دا هسې د ماچه خرې اولادونه دي. تف لعنت په دلال طالب دوه پدره د پاکستان او ایران حرموني اولادو وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب