تاند(دوشنبه، د میزان ۲۱) وسله والو طالبانو د یکشنبې له سهاره د هلمند د مرکز لشکرګاه د لاندې کولو لپاره د دې ښار په لمنو کې سخته جګړه پیل کړې ده.
افغان چارواکي وايي، طالبانو دا بریدونه له هغو ژمنو سره سره پیل کړي چې له امریکا سره یې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه کړې وې. د قطر د موافقې پر اساس طالبانو ژمنه کړې چې له لویو حملو به ډډه کوي.
د لومړنیو راپورونو له مخې، طالبانو د هلمند د مرکز لشکرګاه څلورمه حوزه، چې له ښاره شاوخوا ۲۰ کیلومتره لېرې ده، نیولې ده. افغان امنیتي ځواکونه له تېرې شپې راهیسې هڅه کوي چې له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم ویلي چې د امریکا هوايي ځواک ته یې امر کړی چې په هلمند کې د طالبانو پر مورچو بمباري وکړي.
دا له یوې اوږدې مودې وروسته لومړی ځل دی چې امریکايي هوايي ځواک د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر ضد بمباري کوي.
په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ویندوی ډګروال سوني لیګیت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:«امریکايي پوځیانو د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره، چې تر حملو لاندې دي، پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.»
ده ژمنه کړې چې د طالبانو له لوري له حملو سره د مخامخ افغان ځواکونو د دفاع لپاره به پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال میلر له طالبانو غوښتي چې سمدلاسه بریدوونه ودروي.
https://taand.net/%d8%b3%da%a9%d8%a7%d9%bc-%d9%85%db%90%d9%84%d8%b1-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a%d8%9b-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d8%a7%db%8c%d8%af-%da%98%d8%b1-%d8%aa%d8%b1-%da%98%d8%b1%d9%87-%d8%aa%d8%a7/
افغان هوايي ځواک هم د طالبانو پر مورچو بریدونه کوي.
د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي ویلي چې کومانډو ځواک هلمند ته رسېدلی او نور کومکي ځواک به هم دې ولایت ته ورسېږي.
صدیقي ویلي چې ښايي طالبانو د دې لپاره چې د مخدرو موادو د قاچاق لپاره ځان ته لارې پرانیزي، دا بریدونه پیل کړي وي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی طارق ارین ادعا کوي چې له تېرې شپې را په دې خوا د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې شاوخوا ۸۰ طالبان وژل شوي دي.
په افغانستان کې د جګړې په اړه ښکېلې خواوې عموماً مبالغه کوي او خپلواکو سرچینو ته ګرانه ده چې دقیق حال معلوم کړي.
ارین وايي چې د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې لسګونه نور طالبان ژوبل شوي او امنیتي ځواکونه لا هم د طالبانو پر مورچو شدیدو بریدونو ته دوام ورکوي.
د هلمند والي جنرال محمد یاسین په خپله د جګړې څارنه کوي.
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وايي، افغان امنیتي ځواکونو په ناوې ولسوالي کې ۲۰ وسله وال طالبان وژلي او شاوخوا ۷۰ نور په هوايي بمباریو کې یا وژب شوي یا ټپیان شوي دي.
افغان چارواکي دغه راز وايي چې د هلمند لپاره یې د طالبانو مرستیال والي، مولوي عبدالغفور یې، چې د روانې جګړې قوماندان هم و، نیولی دی.
تاند ته رارسېدلي راپورونه ښيي چې د جګړې ډېر تمرکز په باباجي سیمه او دغه راز په ناوې ولسوالۍ کې دی. طالبانو په نادعلي ولسوالي کې هم بریدونه کړي او ځینې پوستې یې نیولې دي.
د جګړو له سیمو سلګونه کورنۍ مجبوره شوي چې نورو سیمو په تېره بیا لشکرګاه ښار ته پناه یوسي.
دوی وايي چې طالبانو بې هدفه جګړه پیل کړې او یوازې عام خلک ځوروي.
طالبانو دا بریدونه په داسې حال کې پیل کړي چې په دوحه کې ظاهراً د سولې خبرې کوي.
دې ډلې پخوا په ځلونو ویلي چې که امریکا د خپلو پوځیانو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي، د افغانانو ترمنځ ټول مسایل بې جګړې حل کېږي.