چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې د لطیف پدرام پلویانو د کمپیوټري تذکرو د وېش دفتر...

بدخشان کې د لطیف پدرام پلویانو د کمپیوټري تذکرو د وېش دفتر تړلی

تاند (دوشنبه د میزان ۲۱) بدخشان کې د لطیف پدرام پلویانو او یو شمېر مدني فعالانو د کمپیوټري تذکرو د وېش دفترونه تړلي دي.

د راپورونو له مخې، دوی نن په بدخشان کې لاریون کړی او د الکترونیکي تذکرو اداره یې په ښکاره ډول په تبعیض تورنه کړې ده.

لاریون کوونکو د احصایې ملي ادارې له لوري په بهرني نوملړ کې د فارسي ژبې داخلولو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی او ویلي یې دي چې د افغان تر عنوان لاندې برېښنایي پېژندپاڼې نه اخلي.

دوی یو شمېر کمپیوټري تذکرې هم څېرې کړي او په بدخشان ولایت کې یې د ددې تذکرو د وېش پروسې د ځنډېدو غوښتنه کړې ده.

بدخشان ولایت کې د لاریون والو له لوري د کمپیوټري تذکرو تړل شوی دفتر

لاریونوال ادعا کوي چې حکومت غواړي د یو ځانګړي قوم نوم پر ټولو باندې تحمیل کړي.

خو د مرکزي احصائې مشر احمد جاوید رسولي ویلي، په برېښنايي پېژند پاڼه کې د بهرنۍ ژبې په توګه د فارسي ژبې درج کېدل یوه تخنیکي تېروتنه وه.

د نوموړي په وینا نه یوازې فارسي، بلکې پښتو او ازبکي هم د هېواد څخه د بهر افغانانو لپاره د بهرنۍ ژبې په توګه درج شوې وه.

4 COMMENTS

  1. د دغسې خاینانو کارونو ته چې سړی ګوري، بیا له غمه له ځانه سره ووایي چې د دې شړېدلي حکومت نه هغه …… طالبان هم ښه دي او د داسې هېواد پلورونکو او پښتون ضدو کسانو مخه خو به ونیسي. نور چې هرڅه پېښېدل پېښیږي به.

  2. محمد حانه ستا درد د درک وړ دی. زه پوهیږم چې تاسو طالب نه يئ خو اوسنی مایوسوونکی حالت مو له خولې دا ډول خبره ایستلې ده.
    اما حقیقت دا دی چې دا وضعیت د طالب له لاسه په مونږ راغلی دی. طالب پښتون او په مجموع کې افغان ولس دې حد ته کمزوره کړی دی چې پدرام او پدرامیان دا ډول خبرې کوي.
    تاسو لږ دقت وکړئ. په کابل کې چې څوک طالب وژني څوک وي؟ د طالبانو په هدفي حملو کې یوازې پښتانه تعلیم یافته وژل کیږي. طالب په افغانستان کې څوک له تعلیم نه منع کړي، یوازې یې پښتانه محروم کړي دي. د بدخشان طالب انجونو ته اجازه ورزکوي چې پوهنتون ولولي خو د کندهار، غزني، پکتیا، زابل، …. طالب اول د درس وبلو هیڅ اجازه نه ورکوي او که یې ورکوي نو صرف تر دریم ټولګي
    د میدان وردک والي څو هفتي دمخه په یوه مرکه کې وویل چې په میدان وردک کې طالبان هزاره ګانو ته څه نه وايي خو پښتانه درس ویلو ته نه پریږدي. برحال والي وویل چې فکر کوي دا د پښتون قوم پر ضد یوه منظمه دسیسه ده.
    زما په عقیده دا منظمه دسیسه پاکستان پیل کړې چې پښتون قوم یوازې ملا او طالب ته محتاج شي او د سبا مشران یې یوازې ملایان او طالبان وي چې ترقي ته یې پرې نږدي خو نور قومونه وړاندې لاړ شي او په اینده کې اصلي واګې د هغوی په لاس کې وي.
    رشید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب