چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح طالبانو ته په جنګي برخه کې د ملخانو خطاب وکړ

امرالله صالح طالبانو ته په جنګي برخه کې د ملخانو خطاب وکړ

تاند (دوشنبه د میزان ۲۱) امرالله صالح د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې وايي، طالبان لکه ملخان بریدونه کوي او لکه ملخان بېرته ځي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن دوشنبه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي؛ طالبان نه شي کولی چې خپل فکر په خلکو باندې په زور سره ومني او نه هم کومه سیاسي برنامه لري، چې خلک پرې باور وکړي، نو حتمي ده چې له ماتې سره به مخامخ کېږي.

ښاغلي صالح لیکلي: «د افغانستان پر خلکو د طالبانو د پوچو او خونړیو بریدونو د زیاتوالي عمده لامل دې ډلې له سیاسي تحولاتو څخه غلت برداشت کړی دی، دوی ملي اراده کمه نیولې او د سولې پروسې څخه په غلت درک سره یې بریدونه زیات کړي دي، ډېری هغه سیمې چې طالبانو په کې بریدونه زیات کړي د خلکو له مقاومت سره مخامخ شوي دي.»

د هغه په وینا، طالبان له دغه تاوتریخوالي هېڅ سیاسي ګټه نه شي پورته کولی، ځکه د سیاسي ګټې او فشار په توګه د تاوتریخولی کارول د افغانانو پر وړاندې منفور عمل دی.

نوموړي زیاته کړې، طالبان اوربند خپل سیاسي مرګ ګڼې او فکر کوي، چې د ۹۰ لسیزې په شان په وژنو به یو ځل بیا خلک د ځان تابع کړي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په خبره که طالبان خپل د انسان وژنې فکر بدل نه کړي، نو د تاوتریخوالي یو بل بحران به هم تجربه شي.

صالح وايي، طالبانو ۲۵ کاله د راولپنډۍ د تامین لپاره وسله پر اوږو وګرځوله او غواړي چې ټولنه په جهل او تیارو کې وساتي او خپل نیابتي حاکمیت پرې وتپي.

هغه څرګنده کړې، طالبانو ته د خلکو ژوند هېڅ ارزښت نه لري، نو ځکه لکه ملخان حملې کوي او لکه ملخان بېرته ځي.

امرالله صالح دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په قطر کې د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات پیل شوي، خو بلخوا بیا طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

1 COMMENT

  1. فاسده او قاتله صالح ، د تاسو او طالبانو تر مینځ کوچنۍ ترین توپیر ندی موجود ،تاسی او دوی د مشترکی منبع څخه د ملت تباه کولو او د افغانستان خاوری دوامداره استعمارکیدو لپاره رهنمائي کیږۍ او مالی حمایه درسره کیږی ، هم تاسو او هم طالبان هره ورځ افغانان وژنۍ ، د تاسو تر مینځ مخالفت مصنوعی دی او اجنبیان پدی هڅه کښي دی چی افغان ملت د خپلو غلامانو په وسیله په هره برخه کښي د ژوند څخه مائیوسه او باالاخیره د تاسو په شان غلامی ته مجبور شی ، افسوس د تاسو په حال چی ځانونه مو د اجنبیو ډالرو او مقامونو لپاره خرڅ کړل او افغان ملت تباهی ته مو ملا تړلی دی اما افغان ملت باغروره په خاوره ، خپل مذهب او خپل کلتور مین ملت دی ، اجنبیان به د تاسو وطنفروشانو په وسیله افغان ملت هیڅکله غلامی ته مجبور نشی کړۍ !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب