چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد ولسي جرګې غړې رنګینه کارګر ۱۴ میاشتې کېږي چې خپلې دندې...

د ولسي جرګې غړې رنګینه کارګر ۱۴ میاشتې کېږي چې خپلې دندې ته نه ده ورغلې

تاند (دوشنبه د میزان ۲۱) په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازې رنګینه کارګر۱۴ میاشتې وړاندې د ۱۳۹۸ په اسد میاشت کې ددې جرګې په سیاسي پاسپورټ د زېږون لپاره امریکا ته تللې، خو تر اوسه بېرته نه ده راستنه شوې.

د ازادي راډيو د راپور له مخې رنګینه کارګر په دومره موده کې خپلې دندې ته نه ده ورغلې، خو هره میاشت یې خپل ۲۹۰ زره افغانۍ امتیاز تر لاسه کړی دی.

په همدې حال کې د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز هم تاییدوي چې مېرمن کارګر د ډېر وخت راپدېخوا تالار ته نه ده ورغلې، خو د هغې د غیر حاضرۍ په هکله یې معلومات هم نه دي ورکړي.

د نوموړي په وینا چې دوی ته په لېږل شوي لیک کې ویل شوي چې آغلې کارګر هلته تر درملنې لاندې ده.

د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخې، که چېرې کوم استازی د جرګې په ۴۴ غونډو کې ګډون و نه کړي، د ۴ نیمو میاشتو لپاره یې غړیتوب ځنډول کېږي او همدا ډول هیڅ امتیاز نه ورکول کېږي.

سرچینه کاږي دوی چې کوم اسناد تر لاسه کړي ښيي چې د رنګینې کارګر میاشتنی امتیاز پکې په بېلابېلو لاس لیکونو اخیستل شوی دی.

د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز ویلي، رنګینه کارګر د هغې د خاوند د غوښتنې پر اساس چې ویلي یې دي، هغه ناروغه ده او باید همکاري ورسره وشي، نه غیرحاضره شوې، نه یې غړیتوب ځنډول شوی او نه یې هم امتیاز قطع شوی دی.

خو د نوموړې خاوند فهیم کارګر چې د ولسي جرګې د ریاست دفتر کې کار کوي نه مني چې ګني رنګینه کارګر دې غیر حاضره او له هېواده د باندې وي.

د ښاغلي کرګر په وینا چې مېرمن یې اوس مهال ناروغه ده او ژمنه یې کړې چې په دې اړه به اسناد وړاندې کړي، خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

باید وویل شي چې د ولسي جرګې د وکیلانو د غیر حاضرۍ خبره اوسنۍ نه ده، خو له افغانستان د باندې بیا د دومره مودې لپاره د یوې استازې پاتې کېدل او د امتیازاتو تر لاسه کول، هغه څه دي چې قانون پوهان یې د قانون ماتول ګڼي.

5 COMMENTS

  1. دافغانستان دبهرنیو چارو دوزارت سفیران بیا ځان ته د خپلې خوښې اصول او قانون لری .ځینی یې دایمی په کلونو پراته دی .ځینی یی پټ اوښکاره دانګریزی ژبې کورسونوکې زده کونکی دی نور ډیر داسې مسایل شته چې له دېبلماسی سره سل په سلو کې په ټکر کې دی دغو کسانو لکه واکسین چې کړی وی هیڅ رژیم ور باندې اغیز نه لری .ځینی یی دومره بې کفایته دی چې دېپلماتیک ارزښتونو ته هېڅ دژمنې ظرفیت نه لری.دمثال په تو ګه په واشنګتن غوندې سفارت کې دتورکۍ رویا رحمانی اګریمنت په کوم اساس منل شوی؟ چې نوموړې درې میاشتې کانا دا کې اوسیږی او یوه هفته به واشنګتن کې.رویا رحمانی اصلا ددې مقام لپاره جوړه نه ده دا واقعیت دی هرچا چې رالیږلی یو خل بیا دې له کلاوې وباسی دا دې دواشنګتن افغانانو ته دړندو او کڼوفکر نه کوی موږ اورو او وینو. د لاس انجلس کونسلګری هم له پښتو ژبې سره حساسیت لری ماعملی به سترګو ولیده چې فارسی درخواستی منی ولې په پښتو ورته د منلو وړنه ده !

  2. تشویش مه کوی
    هغه نوره افغانستان ته نه درځی هغی دلته په امریکا کښی د سیاسی پناه غوښتنه کړی او شاید قبوله هم شی
    معاش یی قطع کړی
    ولسی جرګه کښی داسی احمقان ناست دی چه یو څوک دومره موده وظیفی ته حاضریږی خو دوی یی معاش اجرا کوی
    غلا نو توره وی که سپینه
    فساد تور وی که سپین

  3. د کره معلومات پر بنسټ همدا ڼن می چه په ډیر زیار سره تر لاسه کړل.دا چه.
    میرمن رنګینه ګارګر په امریکا کی د مهاجرت تقاضا کړی،چه تقریبا قبوله شوی هم ده.دلته امریکا کی هم نوموړی له مرستندویه انجیو ګانو څخه پراخه مرسته تر لاسه کوی،
    میرمن ګارګر اوس د انګلیسی ژبی په زده کړه بوخته ده.د افغانستان تګ پلان ورسره نشته،
    میرمن ګارګر د خپل معاش څخه انکار کوی ،وایی چه زما معاش او ټول امتیازات غله ځان ته اجرا کوی.
    میرمن کارګر د خپل معاش او امتیازاتو د بندولو غږ کوی.وایی چه هر څه باید دولت بند کړی،ماته هیڅ نه راراسیږی او نه اخلم،او نه می په کار دی.

  4. ډاکتر صاحب ناصر سلامونه.
    رویا رحمانی د شاه جان رویان په واسطه مقړره شوی ده.شاهجان رویان د برهان الدین ربانی د ښځی ورور دی،او د صلاح الدین ربانی سکه ماما دی،
    شاهجان رویان په خپله هم په کانادا کی اوسیږی،
    امریکا سفارت د شاهجان رویان په برخه رسیدلی وه.خو شاهجان رویان خپله برخه رویا رحمانی ته ورکړه.
    شاهجان رویان د ډیرو سګرټو اوشرابو استعمال له امله خپل ځان د سفیر جوګه ونه ګڼه.
    کنه جمیعت اسلامی دا غوړینه برخه نوموړی ته ورکړی وه،
    رویا رحمانی او شاهجان رویان ښه راشه درشه سره لری.د سفارت پیسی او د هغه د سفارت دیوال غله ټولی رویا رحمانی د صلاح الدین ربانی ماما سره ویشی،
    سفارت یی فقط د غله لپاره نیولی،نور د افغانستان په غم کی دا نه دی.
    د وخت نه درلودلو په وجه تبصره لنډوم،

  5. رویا رحمانی یودیوال نه بلکې څلو ر واړه دېوالونه دانجوګانو دې بلدې ماهرې په څير خوری .رحمانۍ اوسفارت داکترصاحب کور مو اباد چې دغه ډول پټه خاینه مو برملا کړله زه نه پوهېږم چې حنیف ولی دغه موروثی تشکیلاتو باندی خبر نه دی .که هر خوک غواړی زه ددې تورکۍ رحمانۍ اسنادد هم لرم دا مرداردښخو حقوق دلته په پشکو خوندی کوی مژ ده جمال زاده هم دسفارت له لاری دهنر به نو م ……..دخلکو غیږ کې شپې سباکوی داد ښځو د حقوقو بله تماشا دعیاشی په داموونوکې بېغیرته حکومت او اداره…..هغه به خبله مرکه کې وایی چې دشپو میله یی چېرې اوچاسره وه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی