چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهسکاټ مېلر وایي؛ طالبان باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي

سکاټ مېلر وایي؛ طالبان باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۱) په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وایي، طالبان باید په هلمند کې خپل یرغلیز اقدامات ژر تر ژره ودروي او بې له ځنډه په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي.

نوموړي زیاته کړې، تاوتریخوالی د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې خلاف دی او دا چاره د سولې روانه پروسه زیانمنوي او په خبره یې غوره ده یاده ډله هر څه ژر له ورته کړنو لاس پر سر شي.

په ورته مهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي، چې په هلمند کې یې په تېرو دوو ورځو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ پر وسله والو طالبانو سخت هوایي بریدونه کړي دي.

هغه ویلي، د امریکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ، دوی د طالبانو د بریدونو پر وړاندې له افغان ځواکونو د دفاع حق لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب