چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهصدیقي: طالبان باید ومني، چې د زور له لارې واک ته نشي...

صدیقي: طالبان باید ومني، چې د زور له لارې واک ته نشي رسېدی

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۱) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې د هلمند جګړې ته یې د افغان سرتېرو ملاتړ لپاره ځانګړي ځواکونه لېږلي دي.

هغه ویلي، ځانګړي ځواکونه به ډېر ژر د هلمند جګړه کنټرول او طالبانو ته نه هېرېدونکی درس ورکړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او په خبره یې دوی باید دا درک کړي چې د زور له لارې واک ته نه‌شي رسېدی.

د صدیقي په خبره، د هلمند جګړې له امله په سلګونو ولسي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او اوسمهال په ډېر بد وضعیت کې قرار لري.

هغه په هلمند کې د برېښنا پر یو سبسټېشن د طالبانو برید ته په اشارې ویلي، دا برید ښیي، چې طالبان د پرمختګ دښمنان دي او نه غواړي هېواد د سیالانو سیال شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی