Homeخبرونههرات کې تر راتلونکو دوو اوونيو د کابو زرو مميزخونو چارې بشپړېږي

هرات کې تر راتلونکو دوو اوونيو د کابو زرو مميزخونو چارې بشپړېږي

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۱) د کرنې وزارت وايي، د دغه وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیرت د پروژې په اډانه کې هرات ولایت کې د څه باندې ۳۲۷میلیونه افغانیو په لګښت د یو زر او پنځه ممیزخونو د جوړولو چارې تر راتلونکو دوو اوونيو بشپړېږي.

د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژې چارې نږدې درې میاشتې وړاندې پیل شوې دي او تر راتلونکو دوو اوونیو پورې ټولې ممیزخونې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.

د کرنې وزارت په خبره، د دغو ممیزخونو رغنیزې چارې تر دې دمه ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي. د خبرپاڼې په حواله د دې ممیزخونو لس سلنه لګښت برخمن شوي بڼوال ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هر یوه ممیزخونه ۱۰ مټریک ټنه وړتیا لري.

هرات د انګورو له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی، چې سږکال یې څه باندې ۱۴۰ زره ټنه انګور تولید کړي دي.ش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...