یو څو ګاونډیانو تل د قوي افغانستان او سعادتمن ولس په مقابل کې ورانکاري کړې ده. خو افسوس چې د ورانکارۍ لپاره یې زما له ولس او ذهنیت څخه ګټه پورته کړې او بېرته یې ماته په زیان اړولی دی. ځيني هېوادوال یې د بې مزده مزدور په ډول د خپل جهالت او نړۍ څخه ناخبرۍ له امله د خپل ځان، راتلونکي نسل او قوي افغانستان په مقابل کې ولاړ کړي او ذهني دام کې نښلولي دي.
دوښمن تل هڅه کړې چې زمونږ خلک د خپل نظام په اړه بدبینه، چارواکي یې له پامه بد او بلاخره په دې ډول یې له نظام سره په ذهني جګړه کې ښکېل کړي.
دوښمن اوس په څو جبهو کې د خپلو اهدافو لپاره کار کوي:
۱. په دوحه کې د طالبي فکر په وسیله او حربه خپلو اهدافو ته ځان رسول،
۲. د غلو، لنډغرو او قاتلینو په مټ په ښارونو کې د بې امنیتۍ انګازې ډیرول، هدفي وژنې او د عام ولس ذهن مغشوشول،
۳. د امنیت په اړه د ذهنیت مغشوشولو په مټ د ملي سوداګرو سرمایې ایستلو او پیسو فرار ته بانې ډیرول،
۴. د حکومت د فروپاشۍ په پروپاګند د خلکو روحیه کمزورې کول …
ګیله په هغه وخت کې انسان ته ودریږي چې یو شمېر وطندوسته او نسبتا اګاه حلقې هم د دوښمن تبلیغاتي ابزار تر اغېز لاندې راشي او هغه څه د نظام په خلاف ووايي چې د دوښمن ستراتيژي ده او دوښمن یې د تطبیق لپاره بلا ډیرې پیسې مصرف کړي او اوس یې په لومړیتوب کې قرار لري.
سمه ده یو شمېر کسان به له ځینو نورو خپه وي او همداشان په تیرو نولسو کلونو کې به ایډیال حالت ته نه یو رسیدلي خو دا د دې مانا نلري چې په نولس کلونو کې رامنځته شوې ملي امنیتي ادارې، نهادونه، نړیوالې تجربې، افغان کادرونه، ظرفیتونه، ازادي، ښوونځي، پوهنتونونه، سړکونه، بندونه،…. چې د افغانانو دوښمنانو ته هیڅ وخت د منلو وړ نه ول او زغملای یې نشي؛ هم د عقدو له امله په صفر کې ضرب کړو.
مشکلات شته خو د حل لاره دا نده چې د دوښمن پر ستراتیژۍ ولاړ شو!
هغه طبقه چې همدا اوس په ځانخبري یا ناخبري ډول د دوښمن ستراتيژي تطبیقوي او تبلیغاتو ته یې هوا ورکوي، باید پر دې سر خلاص کړي چې د افغانستان راتلونکو نسلونو ته به ځواب ونلري ځکه د دوښمن ستراتيژۍ کې د افغانستان له محتاجۍ، ورانۍ او د ولس له بدبختۍ بل هیڅ شی موندل کیدای نشي!
چه نظام د پردو د لاس آله وی او هغه نظام پردی اهداف سور خط او نه بدلیدونکی بولی نو اول باید دا نظام اصلاح سی او بیا وروسته د نورو په چلونو باندی خلک اګاه کړای سی. د ګاونډیانو له غمه د لیری دښمنانو تایدول منطقی لیاره نده.
خبره خو دا ده چی افغانستان د نړۍ پر مخ ( مبالغه به نه وی که وویل سی د بشری تاریخ په لمنه کی ) یوازنی هیواد دی چی دښمنان ئې همهغه پخوانی دوستان او دوستان ئې همهغه پخوانی دوښمنان دی ، داسی ښکاری چی دا تسلسل غوڅېده نه لری او دوام لری.
پښتونځار صاحب!!
کاش دولت موږ لږ هم سم وای، بیا داسي نه کېدای، متأسفانه دولت تر غاړه په فساد کي ډوب دئ، سم يې د ګوتو په شمېر دي، او اکثر مطلق يې فاسدين دي، او دا فاسدين د دښمن تر ستراتيږۍ خطرناکه دي.