Homeخبرونهکابل کې عامو خلکو د پاکستان په سفارت کې د فساد له...

کابل کې عامو خلکو د پاکستان په سفارت کې د فساد له امله لاریون کړی

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۱) په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د شته فساد او کمکارۍ پر وړاندې خلکو اعتراض کړی دی.

لسګونو لاریون کوونکو نن د دویم ځل لپاره د دغه سفارت مخې ته لاریون کړی او تور پورې کوي، چې په دغه سفارت کې پراخ فساد او کمکاري د کارونو د ځنډ لامل ده.

لاریون کوونکي وایي له څو ورځو راهیسې سفارت دوی د ویزو لپاره راغواړي خو وېزې نه ورکوي او کارونه یې ځنډوي.

دوی وایي: 《 له دوی سره ناروغان وي، له لرې سیمو سفارت ته راځي خو هېڅوک یې غږ نه اوري او د پاکستان د سفارت چارواکي هم ددوی د ستونزو پروا نه ساتي.》

تر دې وړاندې هم د دغه سفارت پر ضد لاریونونه شوي او په دغه سفارت کې یې د پراخ فساد د موجودیت خبره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...