Homeخبرونهارین: په تېره یوه میاشت کې ۲۱۸۱ مجرمان نیول شوي

ارین: په تېره یوه میاشت کې ۲۱۸۱ مجرمان نیول شوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۱) د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ خبري ناستې ته وویل، په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۴۵۵ جنایي پېښې شوې چې په تړاو یې ۲۱۸۱ تنه نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا، یوازې په کابل ښار کې په تېرو ۲۰ ورځو کې ۱۴۶ جنایي جرمونه شوي، چې افغان سرتېرو د دغو پېښو په تړاو ۱۳۳ تنه جنایي مجرمین نیولي دي.

ارین زیاتوي چې ټولو نیول شوو مجرمینو په وژنو، وسله والو غلاوو، د عامه نظم په ګډوډولو او ورته نورو جنایي پېښو کې لاس درلود.

په ورته وخت کې ارین دا هم وویل چې د طالبانو له خوا یوه ۱۰۰ کسیزه ډله په کابل ښار کې د ترور لپاره ګمارل شوې ده، چې په وینا یې افغان ځواکونو د دې ډلې ۱۵ تنه نیولي دي.

امنیتي مسولین پر داسې مهال د یادو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې تېره شپه نامعلومو وسله والو د کابل ښار د ۱۸ مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو تن ډاکتر وژلی او یو تن یې ټپي کړی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...