Homeخبرونهولسمشر غني: پر هلمند برید به د طالبانو لپاره ډېر سخت تمام...

ولسمشر غني: پر هلمند برید به د طالبانو لپاره ډېر سخت تمام شي

تاند (دوشنبه د میزان ۲۱) ولسمشر اشرف غني وايي، پر هلمند ولایت برید به د وسله والو طالبانو لپاره ډېر سخت تمام شي.

د هلمند والي جنرال محمد یاسین خان پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې ولسمشر غني نن دوشنبه ورسره ټلیفوني خبرې کړي او د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه یې ورته د مرکزي دولت د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړی دی.

په دې ټلیفوني خبرو کې ښاغلي غني امنیتي ادارو ته امر کړی چې د هلمند وضعیت په جدي توګه وڅاري او د هر ډول اړین غبرګون او اقدام لپاره تیار وي.

د هلمند د والي په خبره چې اوسمهال افغان ځواکونه پیاوړي دي او د طالبانو دغه ډول بریدونه به بریالي نه شي.

په ورته مهال د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالمجید اخوندزاده له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو هلمند کې د برېښنا سب سټېشن چې پر جوړولو یې زیات لګښت شوی و،  ځینو برخو ته اور اچولی او نور ټول چور شوی دی.

بلخوا امنیتي چارواکو ویلي، په هلمند کې د طالبانو تر فعالیتونو وروسته تازه دمي افغان ځواکونه او نظامي تجهیزات ددغه ولایت مرکز لښکرګاه ته رسیدلي او د هوا او ځمکې له لارې یې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

د هلمند ځايي چارواکي بیا وایي چې تېره شپه بهرنیو ځواکونو هم پر طالبانو د هوا له لارې بریدونه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې بریدونو کې د دولت لسګونه مخالفین وژل شوي دي.

2 COMMENTS

  1. د هلمند جنګ د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ټالبانو ترمنځ ټاکونکی رول لري .
    لکه څنګه چې د شورویانو تروتلو وروسته مجاهدینو ، آی اس آی او پنجاب فکر کاوو چې په یو دوه ورځو کې به د جلال آباد ښار اشغال او له هغه ځایه به د مجاهدینو په نوم عبوري حکومت په خپل کار پیل وکړي ، خو کرنیل امام اود استاد رباني استاد او مشارور جنرال حمیدګل دا خوبونه له ځان سره د دوزخ سرو لمبو ته یو ړل .
    اوس هم د افغانستان خلک او دولت باید د پنجاب دغو شومو توطئو او دسیسو ته په مېړانه ځواب ورکړي .
    بری تل د حق په لوري وي . د افغانستان خلک له خپل ولس ، خاورې ، د حقیقي اسلام او افغاني ارزښتونو نه دفاع کوي .
    آی اس آی ، پنجابیان او د قرون وسطی په خوب ویده د هغوی ټالبي مزدوران زمونږ د خاورې دښمنان دي . په هلمند کې د برښنا سب ستېشن او تجهیزاتو چورکول او پاتې نورو ته اور اچول ، د لویو لاروو ورانول ، د ښوونځیو سوځول ، د تریاکو او نورو مخدره موادو کښت او قاچاق د دوی ښې بېلګې دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...