جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت: مرکچي پلاوی هڅه کوي، چې ژر پر تګلاره هوکړه وشي

افغان حکومت: مرکچي پلاوی هڅه کوي، چې ژر پر تګلاره هوکړه وشي

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۱) افغان پلاوی لا هم په دوحه کې د تګلارې پر سر د رامنځ ته شوې لانجې د حل هڅه کوي.

له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د طالبانو او افغان حکومت د مخامخ خبرو بهیر پیل شوی، خو رسمي مذاکرات نه دي پیل شوي.

تازه د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي افغان پلاوي هڅې پيل کړې چې ژر تر ژره لانجې حل شي او دواړه لوري د تګلارې پر سر هوکړې ته ورسېږي.

د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري زیاتوي افغان پلاوي له بېلو اړخونو سره لیدنې پيل کړې، څو دغه ستونزه حل او مذاکرات رسما پیل شي.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي هم ویلي هیله من دي، چې وکړی شي ناندرۍ ختمې او مذاکرات رسما پیل شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ خونړیو جګړو اندېښنې پارولې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب