چهارشنبه, اکتوبر 16, 2024
Homeخبرونهافغان مذاکراتي پلاوی وایي چې ډېر ژر به اختلافي موارد حل شي

افغان مذاکراتي پلاوی وایي چې ډېر ژر به اختلافي موارد حل شي

تاند(سه شنبه، د میزان ۲۲) په دوحه کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی هیله مند دی چې ژر به د دواړو لورو ترمنځ روان اختلافات ختم شي.

د دغه پلاوي غړي وایي تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې د تماس ډلې سره کېني او پر اختلافي مسایلو توافق ته ورسېږي.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وایي ډېر احتمال شته چې تماس ډلې ژر سره کېني او د نوو وړاندیزونو له لارې اختلافي موارد حل کړي.

مجروح زیاتوي چې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ غیر رسمي لیدنې روانې دي او هڅه دا ده چې ستونزې حل کړل شي.

تېره ورځ رسنیو دا راپور هم ورکړی و چې زلمي خلیلزاد له دواړو لورو سره لیدلي دي او له دوی یې په ټینګار سره غوښتي چې ژر تر ژره دې اختلافي موارد له منځه یوسي او عملي مذاکرات دې پيل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب