چهارشنبه, اکتوبر 16, 2024
Homeخبرونهعبدالله: امنیتي ادارې دې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي

عبدالله: امنیتي ادارې دې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي

تاند(سه شنبه، د میزان ۲۲) امنیتي ځواکونه دې په کابل او نورو ښارونو کې د هدفي وژنو او جنایتونو مخه ونیسي.

د ملي مصالحې عالي شورا رییس داکټر عبدالله عبدالله په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي په کابل او نورو لویو ښارونو کې د روانو هدفي وژنو او جنایتونو تر شا د ځینو ترهګرو ډلو لاس دی.

د هغه په خبره د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی چې ددغه بریدونو مخه ونیسي او تر څنګ یې دا روښانه کړي چې دغه ډول بریدونه او ورانکاري فعالیتونه له کومه ځایه تنظیمېږي.

تر دې وړاندې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې په کابل کې د هدفي بریدونو اصلي پلانونه له ښاره بهر جوړېږي.

کورنیو چارو وزارت بیا ویلي وو چې طالبانو له ورانکاره ډلو سره په ګډه په کابل او نورو ښارونو کې ناامني ډېره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب